Share this link via
Personality Websites!
مند دے، پاګل نۀ دے * بالغ دے، نابالغه نۀ دے * ازاد دے، غلام نۀ دے او * قادِر دے، يعنې جومات ته د تللو طاقت لري، پۀ هغه باندې پينځه واړه نـمونځونه پۀ جومات کښې د جَمعې سره ادا کول واجِب دي، که بغير د څۀ شرعي مجبورۍ نه يو ځل هم جَمعه پريږدي نو ګنهګاريږي به او که ډير ځل جَمعه پريږدي نو داسې کَس فاسِق دے۔ ([1]) او کوم کَس چې جومات ته د تللو طاقت نۀ لري مثلاً ړوند دے، يا د هغۀ ښپې روغې نۀ دي، سخت بيمار دے، ګرځيدے نشي نو پۀ داسې کَس باندې اګر که جَمعه واجِب نۀ ده، البته د هغۀ د پاره هم افضل دا دي چې که هر څنګه وي جومات ته راشي او د جَمعې سره نـمونځ ادا کړي۔
د جَمعې سره د نـمونځ کولو فضيلتونه
د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما د دواړو جهانو د سردار، د مدينے د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي چې الله پاک د جَمعې سره نـمونځ کوونکي محبوب ساتي (يعنې خوښوي يې)۔ ([2])
حضرت ابو سعيد خدرِي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي: د الله پاک اخري رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: کله چې بنده د جَمعې سره نـمونځ اوکړي بيا د الله پاک نه د خپل حاجت (يعنې ضرورت) سوال اوکړي نو الله پاک د دې خبرې نه حيا فرمائي چې هٰغه بنده د حاجت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami