Share this link via
Personality Websites!
(CDs) والا، د وي سي آر (V.C.R) والا وو، اوس خو ځائے پۀ ځائے ناست وي، يو وړوکے شان ميز يـې ايښودے وي، د پاسه پرې کمپيوټر (Computer) پروت وي او اِشتهار يـې لګولے وي: ميموري کارډ فُل کړئ، پۀ موبائل کښې سندرې، فلمونه زمونږ نه واچوئ۔ د دې نه هم وړاندې لاړ شئ نو ځان سره يـې موبائل ايښودے وي، انټرنيټ پيکج موجود وي، پۀ سوشل ميډيا باندې لګيا وي رِيلز (Reels) ګوري، د موسيقۍ نه ډک، د ګناهونو ډکې ويډيوګانې ګوري۔ نور به څۀ عرض کړم: پۀ خَر ګاډو کښې هم سندرې غږيږي۔ غرض دا چې سندرې سازونه، ميوزک، موسيقي زمونږ پۀ معاشره کښې دومره عامه شوې ده، دومره عامه شوې ده چې پۀ مشکله به پۀ يوه کوڅه، يوه محله، بازار باندې د موسيقۍ د اواز اوريدو نه بغير تيريږې۔ مشکله ده چې داسې ځائے وي پۀ کوم چې راتيريږې او غوږونو ته دې د (Music) اواز رانشي۔ که د مسلمانې سوسائټۍ (Muslim Society) صرف پۀ سندرو سازونو باندې د لګيدونکې د مياشتې خرچې حساب اوکړے شي نو کيدے شي چې خبره کروړونو اربونو ته ورسيږي۔ خو افسوس!
اے خاصۂ خاصانِ رُسُل وقتِ دُعا اُمّت پہ تیرے آ کے عجب وقت پڑا ہے
د موسيقۍ د آلاتو د ماتولو ذمه واري
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ چې د چا پۀ غلامۍ کښې ژوند تيروو، د کوم آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ غلامۍ باندې چې ناز کوو، د هٰغه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حديثِ پاک واورئ:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami