Share this link via
Personality Websites!
نَضر بن حارِث بد بخته خو کله مړ شوے دے، د دوزخ پۀ وور کښې به سوزيږي، پروت به وي او چغې سورې به وهي خو افسوس۔۔۔!! ډير افسوس چې د هغۀ شروع کړے شوے سازش نن هم جاري دے، صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم خو د دې بد بخته پۀ سازش باندې پوهه هم وو او د هغۀ نه به يـې ځان هم ساتلو، هغوئي خو پۀ دې اِمتحان کښې کامياب شول خو نن۔۔۔!! نن غير مسلمو ته د دې سازشونو څۀ ضرورت دے، پخپله مسلمانان ور وړاندې کيږي او د دې سازشونو حصه جوړيږي۔ څومره مسلمانان دي کوم چې پۀ زرګونو نۀ بلکې پۀ لکونو روپۍ پۀ سندرو سازونو او فلمونو او ډرامو باندې لګوي * د موسيقۍ لوئي لوئي دستورې جوړولے شي * د وادۀ ښادۍ پۀ موقع باندې د سندرو او د سازونو باقاعده اِنتظام کولے شي، کوم چي مالداره دي، د پيسو والا دي، هغوئي ډيرې پيسې لګوي او ډَمې او سندر غاړي راغواړي او د سندرو او د سازونو محفلونه کوي او کوم چې غريبانان دي، دومره پيسه نشي لګولے، هغوئي سپيکر لګوي، ريکارډ کړے شوې سندرې غږوي او پۀ محله کښې درز غوبل کوي * مخکښې به خبره د ټي وي (T.V) وه، وِي سِي آر (V.C.R) وه، اوس خو د غټ غټ سائز والا L.E.Ds لګولے کيږي * پۀ زرګونو نۀ بلکې پۀ لکونو روپۍ لګولے کيږي او بُوفَر سسټم (Woofer system) اخستلے کيږي * پوره کمره د مُيُوزِک رُوم پۀ توګه ډيزائن کولے شي * بلکې چارج کيدونکي هيډ فون راغلي دي، چرته چې هم وي، هيډ فون (Headphone) غوږونو ته ولګوي او د سندرو پۀ اواز باندې ټوپونه وهي، ګډيږي * دا خو د مالدارو کارونه دي، اوس لږ لاندې طبقې ته راشئ، هٰغه خلق کوم چې د غريبۍ فريادونه کوي، د هغوئي هم دا حال دے *څۀ موده مخکښې داسې وو چې پۀ ټول مارکيټ کښې به يو يا دوه، يا څلور دکانونه د سي ډيز
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami