Share this link via
Personality Websites!
که د موسيقۍ اواز راځي نو د هغه ځائے نه لرې شئ
معلومه شوه چې څنګه د موسيقۍ اواز راشي نو فوراً پۀ غوږونو کښې ګوتې ورکړئ او د هٰغه ځائے نه لرې شئ ځکه چې که ګوتې مو پۀ غوږونو کښې خو ورکړې وي خو هلته ولاړ وۍ يا ناست وۍ يا معمولي شان اخوا شوۍ نو د موسيقۍ د اواز نه نشۍ بچ کيدے۔ که ګوتې پۀ غوږونو کښې نۀ هم ږدۍ خو پۀ څۀ چل د موسيقۍ د اواز نه د بچ کيدو پوره کوشش کول واجِب دي۔
څوک چې د موسيقۍ اوريدو نه خپل ځان بچ کوي د هٰغه خوش قِسمته اِنعام هم واورئ، د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد مبارک دے: د قيامت پۀ ورځ به الله پاک فرمائي: چرته دي هٰغه خلق کومو چې به خپل غوږونه او سترګې د شيطاني مَزامير (يعنې د موسيقۍ د اوازونو) نه لرې ساتلې؟ هغوئي د نورو خلقو نه بيل کړئ! فرښتے به هغوئي بيل کړي او د مشکو او د عنبرو پۀ ډيرو باندې به يـې کښينوي، بيا به الله پاک فرښتو ته فرمائي: دوئي ته زما تسبيح او تَحميد واوروئ! فرښتے به پۀ داسې اواز (د الله پاک ذِکر) واوروي چې اوريدونکو به داسې اواز کله هم نۀ وي اوريدلے۔([1])
الله پاک دې مونږ ته د موسيقۍ نه د بچ کيدو، د سندرو سازونو وغيره د افت نه د بچ کيدو بلکې د هر قِسمه ګناهونو نه د بچ کيدو توفيق راعطا کړي۔ کاش چې د الله پاک پۀ رحمت، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت پۀ برکت مو بے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami