Share this link via
Personality Websites!
پۀ حديثِ پاک کښې دي: د لـهو لَعِب (مثلاً د سندرو وغيره) طرف ته توجه کول ګناه ده، د دې سره کيناستل فِسق دے او د دې نه خوند اخستل د کُفر نه دي۔([1])
يو خو دي چې اِنسان پخپله سندرې لګوي، دا خو ګناه ضرور ده، چرته سندرې غږيږي، مونږ پۀ هٰغه ځائے تيريږو، يا يو دُکان وغيره ته لاړو، د سندرو اواز مو پۀ غوږو شو، د هغې طرف ته توجه کول، هلته کيناستل، د سندرو نه خوند اخستل دا داسې خطرناک کار دے چې د اِيمان نُور کموي او تور والے زياتوي۔
حضرت نافِع رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زۀ (پۀ ماشومتوب کښې) د حضرت عبدُ الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما سره چرته روان ووم چې پۀ لاره کښې د شپيلۍ اواز راغلو، حضرت عبد الله بنِ عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ خپلو غوږونو کښې ګوتې ورکړې او د لارې نه بَل طرف ته شو، چي لرې لاړو نو پوښتنه يې اوکړه، نافعه! اواز راځي؟ ما عرض اوکړو: اوس نۀ راځي۔ پۀ دې اوريدو هغوئي د خپلو غوږونو نه ګوتې لرې کړې او اِرشاد يـې وفرمائيلو: يو ځل زۀ د مدينے د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره چرته روان ووم، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم داسې اوکړل څنګه چې ما اوکړل۔([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami