Share this link via
Personality Websites!
که ډير کوشش اوکړي نو بيا څۀ نا څۀ د بچ کيدو لارې راولتے شي۔ ځکه که تاسو پۀ څۀ طريقه د موسيقۍ نه نۀ بچ کيږئ نو دې طرف ته هډو پام مۀ کوئ! مثلاً تاسو پۀ بازار کښې يـۍ او هلته ميوزک غږيږي، تاسو يـې منع کولے هم نشۍ، د هٰغه ځائے نه لرې کيدے هم نشۍ نو دې طرف ته توجه مۀ کوئ! علمائے کرام فرمائي: چې د ميوزک اواز غوږونو ته رانشي، د دې پوره کوشش کول واجِب دي۔([1])
دا خبره پۀ ذِهن کښې ساتئ چې پوره کوشش کول واجِب دي۔ هسې د زړۀ دهوکه کولو د پاره درې څلور قدمه لرې کيدل کافي نۀ دي۔ څومره کوشش چې ستاسو پۀ اِختيار کښې وي، هٰغه همره کوشش به کول وي۔
الله پاک د نيکانو خلقو يو صفت ښودلے دے:
وَ اِذَا مَرُّوْا بِاللَّغْوِ مَرُّوْا كِرَامًا(۷۲) (پارہ:19، سورۂ فرقان:72)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او چې کله د کومې بيهوده خبرې پۀ خوا تيريږي نو خپل عزت بچ ساتلو سره تير شي۔
معلومه شوه چې نيکان خلق چې کله پۀ يو ځائے تيريږي او هلته لغو او د ګناهونو نه ډک کارونه کيږي نو د هلته نه خپل عزت بچ کوي او تيريږي۔ لهذا چې چرته موسيقي غږيږي، د هٰغه ځائے نه د عزت بچ کولو سره تيريدل خپل عادت جوړ کړئ!
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami