Share this link via
Personality Websites!
وساتئ! * که د فيس بک، يوټيوب وغيره ضرورت وي، که د ښۀ مقصد د پاره اِستعمالول وي نو د آئي ټي د ماهرانو پۀ مرسته د ايډ بلاکنګ وغيره سيټنګ اوکړئ! * که ممکن وي نو د بس پۀ ځائے پۀ ټرين کښې سفر کوئ چې پۀ دې کښې سندرې نۀ لګولے کيږي *که پۀ بس وغيره لوکل ټرانسپورټ يا هوائي جاز وغيره کښې سفر کول وي نو هينډز فري د ځان سره ساتئ! که بس والا سندرې لګوي نو وړومبے خو هغوئي له د نيکۍ دعوت ورکړئ! پۀ مينه او محبت او پۀ حکمت سره يـې پوهه کړئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! خبره به اومني۔ که نۀ يـې مني نو پۀ خپل موبائل کښې تلاوت يا نعت وغيره ولګوئ او هنډز فري پۀ غوږونو کښې کيږدئ! * د ويښتو ټيک کولو د پاره د داسې هيئر ډريسر ټاکنه اوکړئ کوم چې سندرې نۀ اوري۔ که اوري يـې هم نو پۀ داسې وخت کښې ځئ کله چې د هغۀ سره ګڼه نۀ وي، که تاسو يواځې يـۍ نو پۀ سندرو بندولو کښې به اساني وي * پۀ خپل کور کښې صرف او صرف مدني چينل لګوئ! چې دا ځانګړے اِسلامي چينل دے پۀ کوم کښې چې د يو سيکنډ د پاره هم ميوزک نۀ چليږي۔ د کيبل يا ډِش آپريټر پۀ ذريعه داسې سيټنګ اوکړئ چې پۀ کور کښې د مدني چينل نه علاوه بل يو چينل هم هډو راځي نۀ۔ ګنې د چينل بدلولو سره د ميوزک چينل راتلے شي * وړومبے خو ماشومانو له موبائل د سره ورکول نۀ دي پکار، که ورکول ضروري وي نو هغوئي سوشل ميډيا لګولو ته مۀ پريږدئ! اِسلامي کارټون مثلاً غلام رسول کے مَدَني پهول *حمزه *کنيز فاطمه وغيره ورته لګوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ماشومانو ښه تربيت به هم کيږي او د موسيقۍ د افت نه به هم نجات حاصليږي۔
موسيقي پۀ معاشره کښې ډيره عامه ده، حالات داسې دي چې د بچ کيدو ذِهن لرونکے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami