Share this link via
Personality Websites!
کيناستم۔ پۀ هٰغه کشتۍ کښې يو سړے وو او د هغۀ سره د هغۀ وينزه وه۔ کله چې مونږ لږ وړاندې لاړو نو هٰغه سړي وينزې ته ووئيل: شراب راوړه! هغې شراب راوړل، سړي څښل شروع کړل او وينزې يـې سندره شروع کړه۔ بيا هٰغه کَس ما ته وکتل او وه يـې وئيل: آيا ستا سره د دې (سندرې) پۀ شان څۀ شته؟ ما ووئيل: آؤ! زما سره هغه څه دي کوم چې د دې نه ډير بهتر او ښه دي۔ هغه ووئيل: ووايه! ما د دې آيتونو تِلاوت اوکړو:
اِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْﭪ(۱) وَ اِذَا النُّجُوْمُ انْكَدَرَتْﭪ(۲) وَ اِذَا الْجِبَالُ سُیِّرَتْﭪ(۳) (پارہ:30، سورۂ تکویر: 1-3)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې کله به نمر راغونډ [راټول] کړے شي۔ او چې کله ستوري راورژيږي۔ او چې کله غرونه روان کړے شي۔
دا آيتونه چې يـې واوريدل نو هٰغه کَس پۀ ژړا شو، کله چې زۀ د الله پاک دې فرمان ته راورسيدم:
وَ اِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْﭪ(۱۰) (پارہ:30، سورۂ تکویر: 10)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او چې کله به اعمال نامې وسپړدلے شي۔
نو هغه ووئيل: اے وينزې! زۀ تا د الله پاک د رضا د پاره ازادوم، دا شراب توئي کړه! بيا هغۀ زۀ د ځان خوا ته وبللم او وه يـې وئيل: زما وروره! تۀ څۀ وائې؟ آيا الله پاک به زما توبه قبوله کړي؟ ما پۀ جواب کښې د دې آيت تِلاوت اوکړو:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami