Share this link via
Personality Websites!
راګيريږي او بَل مسلمان که هم د اوريدو نه د بچ کيدو کوشش نۀ کوي نو راګيريږي به۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته عجبيه حال دے، پۀ موسيقۍ مئينو د خپلې سودا خرڅولو د پاره بيله بيانيه راويستې ده، وائي چې موسيقي د رُوح غذا [يعنې خوراک] دے۔ اَسْتَغْفِرُ اللہ!
آؤ! دا خبره ټيک ده۔ واقعي ده چې موسيقي د رُوح غذا ده خو زهريله۔۔۔!! پۀ دې کښې دومره خطرناک زهر دي کوم چې ډير پۀ تيزۍ سره رُوح خرابوي۔ عظيم صحابئِ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي:
اَلْغِنَاءُ يُنْبِتُ النِّفَاقَ فِي الْقَلْبِ كَمَا يُنْبِتُ الْمَاءُ الزَّرْعَ وَالذِّكْرُ يُنْبِتُ الْاِيمَانَ فِي الْقَلْبِ كَمَا يُنْبِتُ الْمَاءُ الزَّرْعَ
ترجمه: سندره پۀ زړۀ کښې داسې نفاق پيدا کوي، لکه څنګه چې اوبۀ پټے راټوکوي او ذِکر پۀ زړۀ کښې داسې اِيمان پيدا کوي، لکه څنګه چې اوبۀ پټے راټوکوي۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د رُوح دوه خوراکونه دي: (1): سندره: دا ډير زهريله خوراک دے، کوم چې پۀ زړۀ کښې دننه نفاق پيدا کوي او رُوح خرابوي (2): دويم خوراک د الله پاک ذِکر دے، دا ډير فائده مند خوراک دے کوم چې پۀ زړۀ کښې د اِيمان نُور پيدا کوي او رُوح ځلانده کوي۔
افسوس چې نن سبا تقريباً پۀ هر يو څيز کښې موسيقۍ پنجې ښخې کړې دي * که
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami