Share this link via
Personality Websites!
واوري نو الله پاک به د قيامت پۀ ورځ د هغۀ پۀ غوږونو کښې [وِيلې شوې] اوسپنه اچوي۔([1])
دا ويلي کړے شوې اوسپنه ډير خطرناک زهريله دهات دے، دا که چرې زمونږ وجود ته دننه لاړ شي نو زړۀ، دماغو، ګُردو وغيره ته ډير نقصان رسوي، د تحقيقاتو مطابق پۀ دُنيا کښې د کال د 50 لاکهه نه زيات مرګونه Lead poisoning (لِيډ پوائزننګ يعنې د اوسپنې وجود ته د تللو) پۀ وجه کيږي۔ آه! څوک چې سندرې سازونه اوري، خپل غوږونه پۀ ناجائزو اوريدو ډکوي، د قيامت پۀ ورځ باندې به د هغوئي پۀ غوږونو کښې ګرمه اوسپنه اچولے شي۔ اندازه ولګوئ چې دا به څومره تکليف رسوونکے منظر وي او بيا خو به هلته مرګ هم نۀ راځي، صرف او صرف تکليف به وي۔
بینڈ باجوں سے تُو کوسوں دور بھاگ ورنہ دوزخ کی تجھے کھائے گی آگ
کر لے توبہ ربّ کی رحمت ہے بڑی قبر میں ورنہ سزا ہوگی کڑی([2])
د فون د ميوزيکل ټيونز نه توبه کړئ
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! نن سبا پۀ موبائل فون کښې هم مَعَاذَ الله! اکثر ميوزيکل ټيون وي او د چا پۀ فون کښې چې ميوزيکل ټيون وي د هغه د پاره ضروري دي چې اوس او هم پۀ دې ساعت توبه کړي او لاس پۀ لاس دا خپل سپيرۀ ټيون د هميشه د پاره ختم کړي۔ ګنې کله چې دا ميوزيکل ټيون غږيږي پخپله به هم د اوريدو پۀ افت کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami