Share this link via
Personality Websites!
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! سوچ اوکړئ۔۔۔!! دا پۀ مونږ څۀ شوي دي۔۔۔! مونږ کوم اړخ ته روان شوي يو۔ سوچ خو اوکړئ۔۔۔!! هٰغه خلق کوم چې پينځه وخته پاخۀ نـمونځ ګزاره هم دي، روژې هم نيسي، ښه ښه سټيټس (Status) هم لګوي خو کله چې د شپې يواځې شي، هينډز فري ولګوي او پۀ موبائل باندې پته نۀ لګي چې څۀ څۀ ګوري۔۔۔!! سوچ اوکړئ! که دا عبرتناک حديثِ پاک چرته هم زمونږ پۀ باره کښې وي۔۔۔!! آه! د شپې پۀ موبائل باندې د ګناهونو نه د ډکو څيزونو پۀ کتو کتو اودۀ شو، سحر چې راپاڅو نو شادوګان يا خنزيران رانه جوړ شوي وي نو زمونږ به څۀ کيږي۔۔۔؟ آه! د اخرت عذاب خو پۀ خپل ځائے دے پۀ دُنيا کښې به مو هم عزت لاړ شي۔
پۀ حديثِ پاک کښې دي: رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ دې اُمت کښې به يو قوم وي، هغوئي به د شپې خوراک څښاک اوکړي، ښې لوبې ټوقې به کوي۔ چې سحر شي نو شادوګان او خنزيران به ترې جوړ شوي وي، د هغوئي کورونه به پۀ زمکه دننه شي۔ خلق به چغې وهي: د شپې د فلانکي کور پۀ زمکه ننوتے دے۔ د بل طرف نه به اواز راځي: د فلانکي کور هم پۀ زمکه ننوتے دے۔ نور يـې وفرمائيل: پۀ هغوئي باندې به د اسمان نه داسې کاڼي راوريږي لکه څنګه چې د لوط پۀ قوم باندې راوريدلي وو، داسې تباه کوونکے طوفان به راځي، لکه څنګه چې پۀ عاد قوم باندې راغلے وو۔
د هغوئي جرمونه به څۀ وي؟ ويـې فرمائيل: * شراب به څښي * ريښم به اغوندي * سندرې غاړې (يعنې سندرې او سازونه) به اختياروي * سُود به خوري * او خپلوۍ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami