Share this link via
Personality Websites!
پۀ ظاهره نيک نـمونځ ګزاره خو۔۔۔
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره د عبرت خبره ده۔۔۔!! يعنې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ليدل چې زما پۀ اُمت باندې به داسې وخت هم راځي، چې پۀ ظاهره نـمونځ ګزاره، جوماتونو ته تلونکي، روژه نيونکي، د حج او عمرې د پاره ژړيدونکي، پۀ ظاهره مذهبي خلق به هم د سندرو او سازونو پۀ سپيره والي کښې راګيريږي۔
آه! دا زمانه مونږ پۀ خپلو سترګو باندې وينو۔ يو وخت وو، کله چې T.V نوے نوے راغلے، پۀ محله کښې به چې پۀ کوم کور کښې ټي وي وو نو خلقو به خپل بچي هٰغه کور ته د تللو نه منع کول چې هلته به ماشومان پۀ ټي وي کتلو خراب شي۔ اوس خو خبره د کوم ځائے نه کوم ځائے ته ورسيدله۔۔۔! ټي وي، وي سي آر، سي ډي دا ټولې خو زړې خبرې شوې۔ اوس خو د هر يو پۀ جيب کښې موبائل دے۔ پۀ کور کښې چې 5 کسان دي نو د ټولو سره خپل خپل بيل بيل موبائل دے۔ څوک څۀ ګوري، څوک ترې هډو خبريږي نۀ۔ * عام طور هُم دا حال دے چې سوشل ميډيا ګوري نو چرته نا چرته پۀ موسيقۍ وغيره کښې راګيريږي * خالص مذهبي ويډيو، بيان، نعت که لګوې نو ايډ (Ads) پکښې راځي، پۀ دې کښې بد نظري او د موسيقۍ ذريعې موجودې وي * بلکې د ميوزک والا نعتونه هم پۀ مارکيټ کښې موجود دي * ټوله ټوله شپه محفلونه کولے شي، د ميلادِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نوم باندې محفلونه جوړيږي، د لرې لرې نه شخصيات رابللے شي، پۀ دې کښې د ميوزک سره نعتونه وئيلے کيږي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami