Share this link via
Personality Websites!
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: ”په آخره زمانه کښې به د دې اُمّت بعضې خلق شادوګان او خنزيران جوړ کړے شي۔‘‘ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَنْهُمْ په حيرانئ سره تپوس وکړو: ”يا رسولَ اللہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم! آيا هغوئي به ايمان نۀ لري؟ کلمه به نۀ لولي؟‘‘
اوس مخکښې چې کوم عبرتناک الفاظ دي، هغه پۀ غور سره واورئ! وه يـې فرمائيل: بَلٰی ولې نۀ (اے زما صحابۀ کرامو! تاسو صرف د اِيمان خبره کوۍ) وَ یَصُوْمُوْنَ وَ یُصَلُّوْنَ وَ یَحُجُّوْنَ *هغوئي به روژې هم نيسي، *نـمونځونه به هم کوي، *حج به هم کوي۔
وضاحت: اوس خو د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان حيرانتيا نوره هم زياته شوه۔ پۀ مخکښينو اُمتونو باندې چې کوم عذابونه راغلل، د هغوئي لوئي جُرمونه خو هم دا وو چې هغوئي به کلمه نۀ وئيله، *د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام قوم کلمه نۀ وئيله نو عذاب پرې راغلو، *د حضرت لوط عَلَیْهِ السَّلَام د قوم نور جرمونه هم وو خو کلمه يـې نۀ وئيله نو عذاب پرې راغلو، *عاد او ثمود قومونو کلمه نۀ وئيله نو عذاب پرې راغلو، دلته خو کلمه ويونکي، اِيمان والا، روژه نيوونکي، نـمونځونه کوونکي، حج کوونکي۔۔۔!! پۀ دوئي باندې به عذاب راشي، د دوئي نه به شادوګان او خنزيران جوړ کړے شي۔۔۔؟
عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د هغوئي جُرم به څۀ وي۔۔۔؟
وه يـې فرمائيل: دا خلق به د موسيقۍ آلات ساتي، سندر غاړې به ساتي (سندرې سازونه به اوري) ټوله شپه به شرابونه څښي، پۀ لوبو ټوقو کښې به مصروف اوسي، سحر چې راپاڅي نو شادوګان او خنزيران به ترې جوړ شوي وي۔([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami