Share this link via
Personality Websites!
د قرآنِ کريم د زده کولو ښودلو د ذِهن جوړولو طريقه
* د قرآنِ کريم د زده کولو ښودلو فضيلتونه پۀ ذِهن کښې ساتئ * د قرآن او د قرآنِ کريم د تعليم عام کولو جذبه پيدا کړئ * د قرآنِ کريم سره محبت او تعلق مضبوط ساتئ! دې د پاره روزانه څۀ نا څۀ د قرآنِ کريم تلاوت کوئ * د قرآنِ کريم د زده کولو ښودلو پۀ باره کښې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم واقعې لولئ! چې څنګه هغوئي خپل ټول ژوند د قرآنِ کريم زده کولو ښودلو د پاره وقف کړے وو * د دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره تړون پيدا کړئ! د دې سره به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د عِلمِ دِين د حاصلولو، د قرآنِ کريم د صحيح لوستلو ښودلو او پۀ دې باندې د عمل کولو جذبه پيدا شي * د دعوتِ اِسلامي پۀ 12 دِيني کارونو کښې خپله حصه شامله کړئ! خاص طور دِيني کار پۀ مدرسة الـمدينه (بالغان) کښې لولئ او که چرې ښودلے شۍ نو ښايئ هم ۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نن مونږ د نيک عمل نمبر: 18 مطابق د قرآنِ کريم د زده کولو او ښودلو پۀ موضوع باندې ګټه ور معلومات حاصل کړل، نيت اوکړئ چې پۀ مدرسة الـمدينه (بالغان) کښې به داخله اخلو او د قرآنِ کريم صحيح لوستل به زده کوو او څوک چې ښودلے شي هغه نيت اوکړئ چې پۀ مدرسة الـمدينه (بالغان) به سبق ښائي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
الله پاک دې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د ښودلو او زده کولو پۀ حلقو کښې يادولو والا دُعا
اَللَّهُمَّ اِنَّا نَعُوْذُ بِكَ مِنْ اَنْ نُشْرِكَ بِكَ شَيْئًا نَعْلَمُهُ، وَنَسْتَغْفِرُكَ لِمَا لَا نَعْلَمُهٗ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami