Share this link via
Personality Websites!
پۀ سر کولے شي او * د هغۀ مور او پلار ته به قيمتي لباس اغوستلے شي۔ ([1]) * د قرآنِ کريم د زده کولو فضيلتونه: * اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قرآنِ کريم ښودونکو د پاره دعا وفرمائيله: اے الله! (قرآنِ کريم) ښودونکي وبخښې، د هغوئي عمرونه ډير کړې او هغوئي ته د خپل عرش پۀ سوري کښې ځائے عطا کړې بے شکه هغوئي ستا د نازل کړے شوي کتاب تعليم ورکوي۔ ([2]) * د قرآنِ کريم ښودونکي د پاره د زده کوونکي نه دوه چنده ثواب دے * قرآنِ کريم زده کوونکے چې د څو پورې تلاوت کوي، ښودونکي ته به ثواب ميلاؤيږي۔ ([3]) * چا چې قرآنِ کريم يا يو سُنَّت وښودو، د قيامت پۀ ورځ باندې به هغه ته داسې اَجر ورکولے شي چې د هغې نه بهتر به د چا د پاره نۀ وي۔ ([4])
د قرآنِ کريم نه د لرې والي نقصانات
* د قرآنِ کريم نه لرې والے د ډير لوئي فضل نه د محرومۍ سبب دے * د قرآنِ کريم نه د مخ اړوونکي د پاره په دنيا او اخرت کښې تنګ ژوند او * هغه به د قيامت پۀ ورځ ړوند راپاڅولے شي۔ ([5]) * خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ کوم زړۀ کښې چې قرآن نۀ وي، هغه د وران کور پۀ شان دے۔) ([6]) * د قرآنِ کريم نه لرې والے زړۀ کمزورے کوي * د قرآنِ کريم نه لرې والے د زوال او د ښکته والي سبب دے۔
[1]...مستدرك للحاكم ،كتاب فضاءل القران ،باب من قرء القرآن وتعلمہ ...الخ،جلد:2،صفحہ:278،حدیث:2132۔
[2]... الموضوعات لابن جوزی ، حدیث فی الدعا للمعلمین ، جلد:1، حدیث:221 ۔
[3]... جمع الجوامع ، جلد:7، صفحہ:282، حدیث:22455ـ22456۔
[4]... جمع الجوامع ، جلد:7، صفحہ:282، حدیث:22454۔
[5]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:16، سورۃ طہ، زیر آیت :124، جلد:6، صفحہ: 262، ملخصًا۔
[6]... سنن ترمذی ، کتاب فضائل القرآن ، صفحہ:677 حدیث:2913۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami