Share this link via
Personality Websites!
د لوئي عمر اسلامي وروڼو ته د صحيح مخارجو سره د قرآن کريم لوستلو او د نمونځ کولو صحيح طريقه ښودلو دپاره د دعوتِ اسلامي لاندې په مختلفو مقاماتو مثلا: جماعتونو،مارکيټونو وغيره کښې قرآن کريم د زده کولو او ښودلو سلسله کيږي دې ته مدرسة الـمدينه (بالغان) وائي۔
الله پاک فرمائيلي دي:
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَتْلُوْنَهٗ حَقَّ تِلَاوَتِهٖؕ-اُولٰٓىٕكَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖؕ-وَ مَنْ یَّكْفُرْ بِهٖ فَاُولٰٓىٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ۠(۱۲۱) (پارہ:1، سورۀ البقرة: 121)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه خلق کومو ته چې مونږ کتاب ورکړے دے نو هغوئي د هغې تلاوت کوي څنګه چې د تلاوت کولو حق دے هُم دا خلق پۀ دې ايمان لري، او څوک چې د دې انکار اوکړي نو هُم هغوئي نقصان اوچتوونکي دي۔
پۀ تفسير جلالين کښي دي چي: د تلاوت د حق معنٰی ده "قرآن داسې لوستل څنګه چي نازل شوے دے، مثلا: قرآن کريم په عربۍ ژبه کښي نازل شوے دےنو په عربۍ لب و لهجه کښې لوستل ضروري دي۔ ([1])
د آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک
چا چې قرآنِ کريم زده کړو، نورو ته يـې وښودلو او پۀ دې باندې يـې عمل اوکړو، د قيامت پۀ ورځ به قرآن د هغۀ شفاعت کوي او جَنَّت ته به يـې بوځي۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami