Share this link via
Personality Websites!
د زده کولو او ښودلو د حلقو جدول
(1): پۀ مختلفو موضوعاتو باندې مختصر بيان: 5 منټه (2): دُعا یادول: 5 منټه (3): [د خپلو اعمالو] جائزه: 5 منټه، ټول وخت: 15 منټه۔
نن به د زده کولو او ښودلو پۀ حلقو کښې پۀ 72 نيک اعمال کښې د يو نيک عمل د قرآنِ کريم د صحيح زده کولو او ښودلو پۀ باره کښې ګټه ور معلومات درکولے شي او پۀ اِيمان باندې د خاتمې دُعا به يادولے شي۔ پۀ اخره کښې به د نيک اعمال رسالې نه اِجتماعي جائزه هم اخستے کيږي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
قرآنِ کريم صحيح زده کول او ښودل
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د قيامت پۀ ورځ به پۀ خلقو کښې د ټولو نه زيات نزدې ما ته هغه وي چا چې پۀ دُنيا کښې پۀ ما باندې زيات درودِ پاک لوستلے وي۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د قرآن او د سُنَّت مطابق د ژوند تيرولو د پاره د اِسلامي خوئيندو، د اِسلامي وروڼو او د طالبِ علمانو د پاره د سوالونو پۀ شکل کښې د نيک اعمال مختلفې رسالې جوړې کړې دي۔ نن به مونږ د 72 نيک اعمال رسالې نه د نيک عمل نمبر: 18 پۀ باره کښې زده کوو۔
نيک عمل نمبر: 18 آيا نن تاسو پۀ مدرسة الـمدينه (بالغان) کښې لوستل يا ښودل کړي؟
[1]... ترمذی، ابواب الوتر، باب ماجاء فی فضل الصلاۃ علی النبی صلی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم، صفحہ:144، حدیث:484۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami