Share this link via
Personality Websites!
پۀ مونږه کښې يو سوچ موندلے کيږې ، زمونږ پۀ ذهنونو کښې چرته نا چرته دا خبره عام طور موجوده وي چې پۀ ما هيڅ نۀ کيږي * زمونږ پۀ مخکښې چا ته پۀ ناسته ناسته د زړۀ دوره وشي، مونږ دا سوچ کوو: د هغۀ خو کوليسټرول زيات شوي وو، پۀ ما هيڅ نۀ کيږي * زما پۀ خاندان کښې چا ته د زړۀ مسئله نشته، لهذاپۀ ما به هيڅ نۀ کيږي * که څوک ايکسيډنټ اوکړي نو مونږ سوچ کوو: دۀ خو به ډير خراب ګاډے چلولو، پۀ ما هيڅ نۀ کيږي * چې خبر واورو چې پۀ فلانکې ځائے کښې تندر راپريوتو، دومره خلق پکښې مړه شول، مونږ سوچ کوو چې پۀ ما هيڅ نۀ کيږي۔
وروره! پۀ ما ولې څۀ نشي کيدے آيا مونږ د اسمان نه راکوز شوي يو؟ آيا مونږ اِنسانان نۀ يو؟ د قرآنِ کريم د سبق نه ډک درې آيتونه مبارک واورئ! الله پاک فرمائي:
اَفَاَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤى اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا بَیَاتًا وَّ هُمْ نَآىٕمُوْنَؕ(۹۷) اَوَ اَمِنَ اَهْلُ الْقُرٰۤى اَنْ یَّاْتِیَهُمْ بَاْسُنَا ضُحًى وَّ هُمْ یَلْعَبُوْنَ(۹۸) اَفَاَمِنُوْا مَكْرَ اللّٰهِۚ-فَلَا یَاْمَنُ مَكْرَ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْخٰسِرُوْنَ۠(۹۹)
(پارہ:9، سورۂ اعراف:97-99)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا د استوګنو [اباديانو] والا د دې خبرې نه بے ويرې شول چې پۀ هغوئي باندې زمونږ عذاب د شپې راشي چې کله هغوئي اودۀ وي۔ يا آيا د استوګنو [اباديانو] والا د دې خبرې نه بے ويرې دي چې پۀ هغوئي باندې زمونږه عذاب د ورځې راشي چې کله هغوئي پۀ لوبو کښې اخته وي۔ آیا هغوئي د الله تَعَالٰى د پټ تدبير نه بې ويرې دي؟ نو د الله تَعَالٰى د پټ تدبير نه صرف تباه کيدونکي خلک بې ويرې وي۔
اَللہُ اَکْبَر! پۀ څومره صفا او واضحه الفاظو کښې مونږ ته وئيلے کيږي چې آيا د استوګنو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami