Share this link via
Personality Websites!
کيدے شوے نو مونږ به ضرور تۀ بچ کړے وے * بيا طبيبان راځي او وائي: اے د بادشاه ځويه! که د مرګ علاج ممکن وے نو مونږ به ضرور ستاسو علاج کړے وے * پۀ اخره کښې بادشاه او وزير راځي او وائي: ځويه! مونږ ستاسو د بچ کولو ډير کوشش اوکړو خو مرګ څوک منع کولے شي؟ اوس دې د راتلونکې کال پورې پۀ تا باندې زمونږ سلام وي۔
اِمامِ حسنِ بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله دا واوريدل نو هغوئي پوخ نيت اوکړو چې اوس به ټول عمر نۀ خاندم او تر څو پورې چې پۀ دُنيا کښې يم هُم د اخرت پۀ فِکر کښې به مصروف اوسيږم۔ ([1])
بے وفا دنیا پہ مت کر اِعتِبار تُو اچانک موت کا ہوگا شکار
موت آکر ہی رہے گی یاد رکھ! جان جا کر ہی رہے گی یاد رکھ!
موت آئی پہلواں بھی چل دیئے خوبصورت نوجواں بھی چل دیئے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د غور مقام دے، واقعي ده چې مونږ څومره کمزوري يو، د الله پاک حُکم هر ساعت پۀ مونږ باندې نافِذ دے، مونږ که هر څۀ اوکړو د هغۀ د قُدرت او اِختيار نه بهر نشو وتلے۔ د بابا بُلهے شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو پنجابي شعر دے د هغې د ترجمې مفهوم دا دے چې اے انسانه! تۀ د خاورو نه جوړ يـې، خامخا به خاورې کيږې، بيا غرور پۀ څۀ خبره، د کومې خبرې واه واه۔۔۔!! نن تۀ د خاورو د پاسه يـې، سبا به د خاورو د لاندې لاړ شې۔۔۔!! بس هم دا ستا ابتدا او انتها ده۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami