Share this link via
Personality Websites!
هم داسې د ذِلَّت په مرګ مړ شو۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې خبرو نه مونږ د مخکښې نه خبر يو، اورو يـې خو افسوس چې مونږ پرې ځان نۀ پوهه کوو۔ آيا دا حقيقت نۀ دے چې مونږ ډير کمزوري يو۔۔۔؟ آيا دا رښتيا نۀ دي چې الله پاک پۀ مونږ باندې غالِب دے، هغه هر ساعت پۀ مونږ باندې اِختيار لري۔
د مرګ نه څوک هم بچ کول نشي کولے
اِمامِ حسنِ بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل روم ته تشريف يوړلو، هلته هغوئي يو عجيبه منظر وليدو، په ځنګل کښې پۀ يو ځائے کښې د اعلیٰ قِسم د ريښمينې کپړې يوه ښکلې خيمه جوړه ده او د خيمې ګير چاپيره وسله پۀ لاس فوځيان ولاړ دي، هٰغه فوځيانو پۀ خپله ژبه کښې څۀ ووئيل او لاړل، بيا د ملک لوئي لوئي عالمان او مشائخ راغلل، هغوئي هم د خيمې سره ودريدل، څۀ يـې ووئيل او لاړل، بيا د ملک لوئي لوئي حکيمان، طبيبان راغلل، هغوئي هم د خيمې پۀ خوا کښي څۀ ووئيل او بيا لاړل، بيا بادشاه او وزير راغلو، دوئي هم د څۀ وخته پورې د خيمې سره ودريدل، څۀ يـې ووئيل او بيا لاړل، اِمامِ حسنِ بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ دې ليدو زۀ ډير حيران شوم، ما د چا نه پوښتنه اوکړه چې دا څۀ معامله ده؟ نو هغۀ ووئيل: د بادشاه يو ښکلے، ځلمے ځوي وو، هغه وفات شو، هغه پۀ دې خيمه کښې دفن دے، هر کال چې کله د هغۀ د وفات ورځ راځي نو ټول هم داسې دلته راجمع کيږي * وړومبے فوځيان خيمې ته راځي او وائي: اے د بادشاه ځويه! که د جنګ پۀ ذريعه مرګ منع کيدے شوے نو مونږ به د خپل سر پۀ تاوان هم تاسو بچ کړي وے * بيا عالمان راځي او وائي: اے د بادشاه ځويه! که د عِلم پۀ ذريعه مرګ منع
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami