Share this link via
Personality Websites!
اوقات هير کړل نو وه يـې وئيل:
اَنَا رَبُّكُمُ الْاَعْلٰى٘ۖ(۲۴) (پارہ:30، سورۂ نازعات:24)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ ستاسو د ټولو نه اعلیٰ رَبّ يم۔
اَللہُ اَکْبَر! څنګه غرور وو، اِنسان وو، کمزورے وو خو پۀ غرور کښې د حده تير شو، نو بيا د الله پاک عذاب راغلو، د درياب يوې چپې د هغۀ کار تمام کړو۔([1])
نمرود خو هم اِنسان وو، هٰغه بدبخته لښکر تيار کړو، ميدان ته راوتو او وه يـې وئيل: اے اِبراهيمه! خپل رَبّ ته ووايه چې راشي او زما سره جنګ اوکړي۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ دربار کښې عرض اوکړو: اِلٰهِي تَسْمَعُ مَا يَقُولُ هٰذَا الْكَلْبُ يعنې مولیٰ! تا واوريدل چې دا ځناور څۀ بکواس کوي۔ الله پاک حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام ته وفرمائيل: جبرائيله! زمونږ د ټولو نه کمزورے مخلوق يعنې د ماشو لښکر د دۀ طرفته وليږه! نو ماشي راغلل، دومره ماشي وو چې د ورځې تياره شوه، ماشو د هغۀ د فوځ څرمنې هم وخوړلې، د هډوکو ډانچې پاتې شوې۔ يو ماشے د نمرود دِماغو ته لاړو، هغه به يـې چيچلو، دے د خپلې ټولې بادشاهۍ باوجود، د تاج او تخت او حکومت باوجود د يو ماشي نه تنګ شو، د هغۀ د دربار دا قانون شو چې څوک هم دربار ته راځي، وړومبے به د هغۀ سر 10 څپلئ وهي نو بيا به خبرې کوي۔ چې څپلئ به يـې خوړلې نو هغۀ له به سکون ورتللو۔([2])
په تفسيرِ نعيمي کښې دي: هغۀ 8 سوه کاله عُمر وموندلو، 4 سوه کاله يـې په آرام او راحت کښې تير کړل، 4 سوه کاله يـې د ماشي په وجه [په سر] څپلئ او لښتې خوړلې او
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami