Share this link via
Personality Websites!
دي۔([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې خبره باندې ځان پوهه کول دي چې مونږ اِنسانان يو، مونږ پۀ حقيقت کښې ډير کمزوري يو:
وَ خُلِقَ الْاِنْسَانُ ضَعِیْفًا(۲۸) (پارہ:5، سورۂ نساء:28)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او اِنسان کمزورے جوړ کړے شوے دے۔
* خو مونږ غرور کوو * غرور او تکبر چې مو کله سر ته وخيژي نو خپلې کمزورۍ هيرې کړو * مونږ دا ګڼو چې دا ټوله دُنيا زمونږ پۀ قبضه او اِختيار کښې ده * مونږ چې څۀ غواړو کولے يـی شو * کله چې غصه راشي نو مونږ لکه د مار غوندې پرشيږو * لستوڼي راونغاړو * سينې له ډبوو او وايو: تا ته پته شته چې زۀ څوک يم؟ * مونږ خو دا ګڼو چي مونږ ډير طاقتور يو * زمونږ سره پيسه ده، مال دے، دولت دے، بينک بيلنس دے * لويه عهده ده، زما څوک څۀ کولے شي؟
مونږ دا هيروو چې مونږ د خاورو نه جوړ اِنسانان يو، مونږ کمزوري او بے وسه يو * د خوراک کولو پۀ وخت که چرې د اوبو يو ګوټ پۀ غلطۍ سره د ساه نالۍ ته لاړ شي نو مونږ ګډ وډ کړي * نمړۍ که پۀ مرۍ کښې وه انښلي نو مرګ مو پۀ سر ودريږي * يو وړوکے شان ماشے زمونږ خوب حرام کړي۔ خو مونږ د غصې نه پړڅيږو۔ غرور کوو۔
هٰغه فرعون۔۔۔!! هٰغه ډير کمزورے بنده ۔۔۔!! هغه خو هم اِنسان وو خو چې کله يـې خپل
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami