Share this link via
Personality Websites!
(5) د خوږ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُرب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ
يوه ورځ يو كَس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تر مينځه كښينولو، پۀ دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم حيران شو چې دا څوك ذِی مَرتبه [يعنې اوچتې مرتبے والا] دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: دے چې كله پۀ ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسې يـې لوَلي. ([1]) راځئ چې مونږ يـې هُم پۀ شريكه ووائيو.
اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ
د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسې دُرود شريف ولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي. ([2]) راځئ چې دا دُرُود هُم پۀ شريكه ووائيو.
جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ
د حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه رِوايت دے چې مدينے سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دې د لوستونكي د پاره فرښتے د يو زر [1000] ورځو پورې نيكۍ ليكي. ([3]) راځئ چې مونږ يـې هُم پۀ شريكه ووائيو.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami