Share this link via
Personality Websites!
مرتبه درعطا کړي۔ ([1])
مونږ له هم پکار دي چې عاجزي اِختيار کړو، د تکبر نه، د ځان خوښۍ نه، پۀ خپله اَنا کښې د اوسيدو نه ځان وساتو، د بندګۍ اصلي معيار عاجزي ده، ځکه حقيقي اِنسان هغه دے کوم چې عاجزي اِختياروي، لهذا * د عاجزۍ فضيلتونه لولئ! * د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک سِيرت لولئ! * هديرې ته د تللو عادت جوړ کړئ! * پۀ زړۀ کښې د الله پاک ويره زياته کړئ! * د تکبر، ځان خوښۍ وغيره نقصانونه لولئ! * د عاجزۍ والا انداز اِختيار کړئ! مثلاً * پۀ سلام کښې وړومبے والے کوئ! * نور د ځان نه بهتر ګڼئ! * کله چې مو هم پۀ زړۀ کښې د تکبر او ځان خوښۍ خيال راشي نو خپل ګناهونه رايادوئ! د قبر او اخرت سوچ کوئ! * څومره چې درنه کيدے شي خپل کار هم پۀ خپلو لاسونو د کولو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! عاجزي به مو نصيب شي او د تکبر او ځان خوښۍ پۀ شان د بدو باطني بيمارو نه به نجات حاصل شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د دعوتِ اِسلامي د يوې شعبې تعارف: دارُ السنه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د عاشقانِ رسول دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي په مختلفو ذريعو د عِلمِ دِين پۀ نُور تقسيمولو، پۀ مختلفو ذريعو د عِلمِ دِين پۀ فيضان عام کولو کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami