Share this link via
Personality Websites!
پۀ طَبَرانِي شريف کښې دي، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: مَنْ اٰذَی مُسْلِمًا فَقَدْ اٰذَانِیْ وَمَنْ اٰذَانِیْ فَقَدْ اٰذَی اللہَ (يعنې) چا چې (بغير د څۀ شرعي وجهې) يو مسلمان له تکليف ورکړو هغۀ ما له تکليف راکړو او چا چې ما له تکليف راکړو هغۀ الله پاک له تکليف ورکړو۔ ([1])
خدایا! کسی کا نہ دل میں دکھاؤں اماں تیرے اَبَدی عذابوں سے پاؤں
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يوه ډيره خطرناکه باطني بيماري ده: د طاقت نشه۔ مونږ له دا بيماري د ځان نه بيخي ختمول پکار ده ځکه چې ظُلم عام طور هم هغه څوک کوي پۀ چا کښې چې د قوت او د طاقت نشه وي۔
تاریخِ اُمَمْ کا یہ پیامِ ازلی ہے اے صاحبِ نظراں! نشۂ قُوَّت ہے خطرناک
څوک چې پۀ ځان کښې د طاقت او د قوت نشه ختمه کړي، زۀ زۀ نۀ کوي، خپل نفس قابو کړي يا داسې ووايئ چې پۀ ځان کښې دننه فرعون ووژني نو پۀ حقيقت کښې هٰغه کَس د ظلم نه بچ کيدے شي۔ پۀ معاشره کښې غور اوکړئ! څوک چې د عاجزۍ والا وي، هغه به چرې هم نورو ته تکليف نۀ رسوي، که چرې پۀ خطا کښې چا ته څۀ هم ووائي نو زر معافي غواړي او څوک چې د عاجزۍ والا نۀ وي، څوک چې خپل ځان څۀ ګڼي، هغه پۀ وړه وړه خبره باندې لستونړي رانغاړي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami