Share this link via
Personality Websites!
نقصان رسولو * پۀ سوشل ميډيا پۀ ويډيوز وائرل کولو او * پته نۀ لګي چې پۀ کوم کوم انداز کښې نورو ته تکليف رسولے کيږي او د دې نه هم ډيره خطرناکه خبره دا ده چې نورو ته پۀ تکليف رسولو خلق خوشحاليږي، ځان بهادر ګڼي، نورو له دوکه ورکول خپل هوښتيارتوب ګڼي، ځکه نۀ د توبې طرف ته ځي او نۀ د خپل اخرت فِکر کوي۔
وائے ناکامی متاعِ کارواں جاتا رہا کارواں کے دِل سے احساسِ زیاں جاتا رہا
مفهوم: آه! افسوس۔۔۔!! د قوم سرمايه لوټ شوه۔ د دې نه هم لوئي نقصان دا دے چې د قوم سره د خپل دې نقصان هډو اِحساس هم نشته۔
ګناه خو وشوه، بيا پۀ دې باندې که ستومانه شي نو دا هم لويه خبره ده خو افسوس چې نن سبا خلق د نورو پۀ زړۀ ازارولو پښيمانه کيږي هم نۀ، معافي غوښتل هم ضروري نۀ ګڼي، اُلټا پۀ دې باندې خوشحاليږي۔ اے کاش چې زمونږ پۀ زړۀ کښې د مسلمان عزت کښيني، مونږ د خپلو مسلمانانو وروڼو اِحترام کول زده کړو۔ يقين اوکړئ چې پۀ اِسلام کښې امن او سکون، ورورولۍ او پۀ خپل مينځ کښې مينې او محبت ته ډير اهميت ورکړے شوے دے، کوم خلق چې دې اِسلامي ورورولۍ ته نقصان رسوي، خپلو مسلمانانو وروڼو له تکليف ورکوي يا د هغوئي عزتِ نفس ته نقصان رسوي نو هغوئي ډير بد خلق دي۔
يو ځل رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته وفرمائيل چې آيا زۀ تاسو د ښو او بدو نه خبر نکړم؟ يو کَس عرض اوکړو: ولې نه يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږ زمونږ د بدو او ښو نه خبر کړئ! وه يـې فرمائيل: ستاسو ښه هٰغه کَس دے د چا نه چې د خير طمع اوکړے شي او د هغۀ د شَر نه خلک په اَمن کښې وي او
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami