Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! بهر حال! الله پاک غالب دے، د هغۀ اِختيار پۀ مونږ باندې هر وخت چليږي، ځکه مونږ له پکار دي چې *د هغۀ پۀ حُضُور کښې عاجزي اِختيار کړو، *د تکبر نه هر وخت ځان وساتو، *د طاقت، قوت پۀ نشه کښې نۀ راځو۔ *چا ته هُم تکليف نۀ رسوو۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
اِنَّ الَّذِیْنَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِیْنَ وَ الْمُؤْمِنٰتِ ثُمَّ لَمْ یَتُوْبُوْا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَ لَهُمْ عَذَابُ الْحَرِیْقِؕ(۱۰)
(پارہ:30، سورۂ بروج :10)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه کومو خلقو چې مسلمانان سړي او مسلمانې زنانه پۀ ازميښت کښې اخته کړې بيا يـې توبه اونکړه د هغوئي د پاره د دوزخ عذاب دے او د هغوئي د پاره د وور عذاب دے۔
معلومه شوه چې مسلمانانو له تکليف ورکول ډير سخت جرم دے او سزا يې د دوزخ لـمبې وهونکے وور دے۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! ډيره د افسوس خبره ده چې نن سبا مسلمانانو ته تکليف رَسَوَل ډير معمولي کار ګڼلے کيږي، خلق بے دريغه نورو ته تکليفونه رسوي او بالکل نۀ ويريږي * څوک پۀ چغلۍ کولو نورو ته تکليف رسوي * څوک پۀ کنځلو کولو سره زړونه ازاروي * د نورو پۀ مال پۀ ناحقه قبضه کولو * بے قصوره او بے ځايه پۀ غصه کولو رټلو * پۀ وهلو * وژلو * خلق د دروغو پۀ مقدمو کښې پۀ راګيرولو * پۀ ټوقو کولو * پۀ پيغورونو ورکولو * د ټوقو پۀ نوم باندي د خلقو عزتِ نفس ته پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami