Share this link via
Personality Websites!
لاس ته خور شو۔ زۀ پۀ ډير تکليف کښې ووم لږ ساعت له ارام نۀ راتللو نو وړومبے د څنګل پورې او بيا د اوګې پورې لاس پريکړے شو، ځينې خلقو زما نه د تکليف د شروع کيدو وجه وپوښتله نو ما هغوئي ته د مهي والا واقعه بيان کړه، هغوئي ووئيل: که چرې تۀ پۀ وړومبۍ مرحله کښې د مهي والا خوا له تلے وے او د هغه نه دې معافي غوښتلې وه او هغه دې راضي کړے وے نو کيدے شي چې ستا دا اندامونه نۀ پريکيدل، اوس هم وخت شته د هٰغه کَس خوا له لاړ شه او هغه راضي کړه، د دې نه مخکښې چې دا تکليف ټول وجود ته خور شي، ما ډير پۀ مشکله باندې هٰغه د مهيانو والا ولټولو او د معافۍ د پاره د هغۀ پۀ ښپو پريوتم۔ هغه پريشانه شو او پوښتنه يـې اوکړه چې تۀ څوک يـې؟ بيا ما هغۀ ته ټول تفصيل بيان کړو او پريکړے شوے لاس مې ورته چې وښودو نو هغه هم پۀ ژړا شو او وه يـې وئيل: زما وروره! ما تۀ معاف کړې۔ ما هغه ګواه جوړ کړو او بيا د پاره مې پۀ چا باندې د ظلم کولو نه توبه کړه۔ ([1])
ایک لکیر شام کی، کہتی ہے درمیاں کی بات
خلقِ خُدا کا ایک دِن، باقی ہیں سب خُدا کے دِن
وضاحت: يعنې د هرې ورځې نه پس ماښام هم راځي، د هر عروج نه پس زوال هم راځي، هر يو طاقت کله نا کله کمزورے هم شي، د دې نه معلومه شوه چې د مخلوق صرف يوه ورځ ده، يعنې د عمل ورځ، باقي ټولې ورځې د الله پاک دي يعنې چې کله مخلوق عمل اوکړو، بيا د هغې نه پس اِختيار د الله پاک دے، هغه که وغواړي نو سزا به ورکړي او که وغواړي نو معاف به يې کړي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami