Share this link via
Personality Websites!
وضاحت: چې غنم کَرې نو هم غنم به رِيبې، چې وربشې کَرې نو هم وربشې به رِيبې، پۀ دُنيا کښې مکافاتِ عمل دے يعنې (چې څۀ کوې د هغې بدله به مومې) والا قانون جاري دے۔ د دې نه غفلت مۀ کوئ!
بَونے والے جو بَوئیں وہ کاٹیں یہ ہوا تو مَرْ مِٹا یاربّ!
آہ جو بَو چُکا ہوں وقتِ دِرَوْ(کٹائی کے وقت) ہو گا حَسْرَت کا سامنا یاربّ!
مجھے دونوں جہاں کے غم سے بچا شاد رکھ شاد دائما یا ربّ!([1])
اِمامِ ذَهبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: يو بزرګ يو کَس وليدو چي لاس يې د وَلې نه پريکړے شوے وو او اواز يې کولو چې چا زۀ وليدم هغه دې هيڅکله هم پۀ چا باندې ظلم نۀ کوي۔ ما د هغۀ نه د دې قيصې پوښتنه اوکړه نو هغۀ ووئيل: زما معامله ډيره عجيبه او نا اشنا ده، زۀ د بد ماشانو ملګرے ووم، يوه ورځ ما د يو مچي مار نه مهيان پۀ زوره واخستل او د کور طرف ته راروان شوم، پۀ لاره کښې يو مهي زما غټه ګوټه وچيچله، څۀ پۀ چل وَل زۀ کور ته راغلم او مهے مې يو طرف ته وغورځولو۔ پۀ غټه ګوته د درد او د تکليف پۀ وجه ما ټوله شپه خوب اونکړے شو۔ چې سحر شو نو زۀ د طبيب خوا له لاړم او هغۀ ته مې خپل زخمي لاس وښودلو۔ هغۀ ووئيل چې غټه ګوټه به پريکول غواړي ګنې وروستو به بيا ټول لاس پريکول غواړي، نو ما خپله غټه ګوته پريکړه۔ بيا يوه ورځ زما لاس زخمي شو نو زوړ زخم بيا تازه شو، زۀ پۀ ډير سخت تکليف کښې ووم، زۀ د طبيب خوا له لاړم نو هغۀ د لاس پريکولو ووئيل، ما لاس پريکړو خو بيا هم درد ټول
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami