Share this link via
Personality Websites!
راغلو، هٰغه تيلۍ يـې وليدله، پۀ هغې کښې دننه پيسې يـې وليدلې نو تيلۍ يـې راواخسته او کور ته يـې يوړله۔
لږ ساعت تير شوے وو چې هلته يو ړوند بوډا راغلو، هغه پۀ سترګو ليدل نشو کولے، هغه د درياب پۀ اوبو باندې مخ لاس ووينځل او د ارام د پاره پۀ يو ځائے کښې سملاستو۔ پۀ دې کښې هٰغه مالداره کَس د چا چې تيلۍ وه، کله چې هغه ته معلومه شوه چې زما نه خو تيلۍ د درياب پۀ غاړه پاتې شوې ده نو هغه بيا واپس راغلو، هلته صرف دا ړوند بوډا وو، مالداره کَس د بوډا نه پوښتنه اوکړه: آيا تا دلته زما تيلۍ ليدلې ده؟ بوډا ووئيل: زۀ خو ړوند يم، ما هيڅ تيلۍ نۀ ده ليدلې۔ هٰغه مالداره سړے غصه شو، وه يـې وئيل: تۀ دروغ وائې، هم تا تيلۍ اوچته کړې ده، زر ووايه چې تيلۍ چرته ده، ګنې زۀ به تا ووژنم۔ بوډا منت زاري شروع کړه چې وروره! ما تيلۍ نۀ ده ليدلې، زۀ خو ړوند يم۔ هٰغه مالداره کَس د بوډا خبره نۀ اوريدله او پۀ غصه کښې يـې هٰغه بوډا ووژلو۔
پۀ دې منظر ليدو باندې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ډير حيران شو چې دا څنګه اِنصاف دے؟ د بوډا کَس خو هډو څۀ قصور نۀ وو، هغه خو هسې ووژلے شو۔ الله پاک وحي راوليږله، وه يـې فرمائيل: اے موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ! هم دا زمونږ اِنصاف دے، معامله پۀ اصل کښې داسې ده چې هٰغه چې کوم ماشوم وو، د هغۀ پلار د دې مالداره کَس سره مزدوري کوله، هغۀ ډيره موده هغه له مزدوري نۀ وه ورکړې، پۀ تيلۍ کښې چې کومې پيسې وې، پۀ اصل کښې دا د هغۀ د مزدورۍ پيسې وې، کومې چې هٰغه مالداره د ځان سره ايسارې کړې وې۔ نو د هٰغه مزدور ګټه، د هغۀ د ځوي پۀ ذريعه د هغۀ کور ته ورسيدله۔ کوم چې بوډا وو، هغه پۀ خپله ځوانۍ کښې د دې مالداره کَس پلار وژلے وو، نن د هٰغه قتل پۀ بدل کښې هغه پخپله ووژلے شو۔ داسې مزدور ته خپله مزدوري هم ميلاؤ شوه او قاتِل ته د هغۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami