Share this link via
Personality Websites!
پۀ سُنَّت باندې د عمل کولو پۀ برکت وبخښلے شو
اِمام شمسُ الدِّين محمد ذَهبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي چې علي بن حُسين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حضرت هِبَةُ الله طَبَري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خوب کښې وليدو او پوښتنه يـې ترينه اوکړه: مَا فَعَلَ اللہُ بِکَ يعنې الله پاک ستاسو سره څۀ معامله وفرمائيله؟ جواب يـې ورکړو: الله پاک زۀ وبخښلم۔ عرض يـې اوکړو: پۀ څۀ وجه؟ نو هغوئي د رازدارۍ پۀ انداز کښې ووئيل: د سُنَّتو پۀ وجه۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو وکتل چې پۀ سُنَّتو باندې عمل کول د بخښنې ذريعه جوړه شوه۔ يقيناً چې کامياب او کامران دے هغه څوک چې د فرضو او واجبو د ادا کولو سره سره د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت اِختيار کړي۔ زمونږ پۀ معمولاتو کښې ډير داسې کارونه دي، کوم چې که چرې د سُنَّت مطابق اوکړے شي نو مونږ د ثواب حقداران جوړيدے شو مثلاً * د سُنَّت مطابق خوراک * څښاک * تلل * راتلل * اودۀ کيدل * راپاڅيدل * مسواک کول * جامې اغوستل * پيزار اچول او ويستل * تيل لګول * نوکان کټ کول * خبرې کول وغيره، الله پاک دې مونږ ټولو ته د سُنَّت سره محبت راعطا کړي۔
سُنَّتوں سے بھائی رشتہ جوڑ تُو نِت نئے فَیشن سے مُنہ کو موڑ تُو
خوب کر ذِکرِ خدا و مصطفٰے دِل مدینہ یاد سے اُن کی بنا
یاخدا! ہے التجاء عطارؔ کی سُنَّتیں! اپنائیں سب سرکار کی([2])
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami