Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دلته نه مونږ ته سبق ميلاؤ شو چې د رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ هره يوه ادا باندې اِيمان راوړل، هغه منل، هغه د زړۀ او ذِهن نه منل، دا هم د اِيمان حصه ده۔ ځکه مونږ له پکار دي چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هر فرمان او د هرې يوې ادا سره د زړۀ نه تعلق زيات کړو، د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هرې يوې ادا سره پۀ زړۀ کښې محبت زيات کړو، د دې پۀ برکت باندې به مو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! اِيمان پوخ شي، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت به مو زيات شي، د دې پۀ برکت سره به د اِيمان خوږ والے را نصيب شي او دُنيا او اخرت به مو ښه شي۔
رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: مَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِیْ فَلَیْسَ مِنِّیْ يعنې چا چې زما د سُنَّت نه مخ واړولو، هغه زما نه نۀ دے۔ ([1])
پۀ يو روايت کښې دي: مَنْ لَمْ یَعْمَلْ بِسُنَّتِیْ فَلَیْسَ مِنِّیْ يعنې څوک چې زما پۀ سُنَّت باندې عمل نۀ کوي، هغه زما نه نۀ دے۔ ([2])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يعنې څوک چې يو سُنَّت بد وګڼي، هغه د اِسلام نه خارج دے يا چې څوک بغير د څۀ وجهې د سُنَّت د پريښودو عادت جوړ کړي، هغه زما د پرهيزګارو د ډلې نه خارج دے۔ ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami