Share this link via
Personality Websites!
دې ټولو خبرو ويره پۀ زړۀ کښې مۀ راولئ! صرف او صرف هم د الله پاک نه ويريږئ۔۔۔!! ([1])
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د دې آيت مبارک مختصر وضاحت وو، راځئ چې د دې آيت مبارک نه د زدکړې يو څو سبقونه هم واورو:
(1): پۀ سُنَّت باندې د عمل کولو ترغيب
د ټولو نه وړومبے خو دا غور اوکړئ چې الله پاک دې بني اِسرائيلو ته وفرمائيل:
وَ اٰمِنُوْا بِمَاۤ اَنْزَلْتُ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 41)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او اِيمان راوړئ پۀ هٰغه (کتاب) چې ما نازل کړے دے۔
علمائے کرام فرمائي چې پۀ دې ځائے کښې الله پاک دا نۀ دي فرمائيلي دي چې زمونږ پۀ قرآن باندې اِيمان راوړئ! بلکې فرمائيلي يـې دي: څۀ چې ما نازل کړل، څۀ چې مۀ در وليږل پۀ هغې باندې اِيمان راوړئ! صوفيائے کرام پۀ دې ځائے کښې فرمائي: لکه څنګه چې قرآنِ کريم الله پاک راليږلے دے، دغه شان رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم الله پاک راليږلے دے او د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حديثونه هم وحي ده۔ پۀ دې حالت کښې به د آيت مبارک معنیٰ جوړيږي چې اے د بني اِسرائيلو عالمانو! پۀ قرآن باندې هم اِيمان راوړئ! زمونږ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے نبي اومنئ! د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ هره يوه ادا باندې هم اِيمان راوړئ! ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami