Share this link via
Personality Websites!
موجود کتاب تصديق کوونکے دے۔
يعنې اے د بني اِسرائيلو عالِمانو۔۔۔!! پۀ دې قرآن والا خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې، د هغوئي پۀ راوړے شوي اسماني کتاب قرآنِ مجيد باندې، د هغوئي پۀ ټولو معجزو باندې اِيمان راوړئ! وړومبے خو پۀ دې وجه باندې چې د مخکښينو کتابونو او رسولانو پۀ شان دا هم زمونږ نازل کړے شوے کتاب دے۔ دويم دې د پاره چې دا کتاب قرآنِ مجيد او زمونږه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو د کتابونو تصديق کوونکې دې ۔ ستاسو پۀ کتابونو کښې دا ليکلے شوي دي، ستاسو نبيانو تاسو ته دا وئيلي دي چې * د دې شکل او شباهت والا * د داسې اعلیٰ اخلاقو او صفتونو والا * د داسې اعلیٰ خوبيانو والا * پۀ مکه کښې تشريف راوړونکے او د مدينے طرف ته هجرت کوونکے * ښه کارونه ښودونکے * نيغه لاره ښودونکے * رښتونې خبره ښودونکے * د توحيد سبق ښودونکے * کُفر او ګمراهي ختموونکے * د رحمان د طرف نه قرآن راوړونکے * مړاوې غوټۍ څپړدونکے * د فرش نه پۀ عرش باندې حکومت کوونکے * د عربو دصحرا نه ټول جهان ليدونکے محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړونکے دے۔ اوس چې کله زمونږ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو، د الله پاک د طرف نه پۀ هغوئي باندې قرآن نازليږي، بس د هغوئي پۀ راتللو او پۀ قرآن بيانولو سره ستاسو د کتابونو رښتنولي ثابته شوه چې پۀ هٰغه کتابونو کښې چې څۀ وئيلے شوي وو، بالکل هم هٰغه شان وشول۔ لهذا پۀ خپلو کتابونو باندې پۀ پوره توګه د اِيمان راوړو د پاره زمونږ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کلمه ولولئ او د هغوئي د کرم جولۍ ته داخِل شئ!
وَ لَا تَكُوْنُوْۤا اَوَّلَ كَافِرٍۭ بِهٖ۪-(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 41)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د ټولو نه مخکښې د هغې اِنکار
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami