Share this link via
Personality Websites!
بند شي۔ ځکه هغوئي تورات بدل کړو او چې کله به خلقو د هغوئي نه پوښتنه کوله چې پۀ تورات کښې د نبي آخرُ الزَّمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څۀ صفتونه دي نو هغوئي به پټول او خلقو ته به يـې نۀ بيانول۔ ([1])
پۀ تفسير رُوح البيان کښې دي: يو ځل کعب بن اَشرف د بني اِسرائيلو د علماؤ نه پوښتنه اوکړه چې تاسو د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) پۀ باره کښې څۀ وايئ؟ (دا د يو شخصي مجلس وو، ټول پۀ خپل مينځ کښې ناست وو، ځکه) هغوئي رښتيا بيان کړۀ او وه يـې وئيل: بے شکه هغه رښتونے نبي دے۔ پۀ دې باندې کعب بن اَشرف ووئيل: که تاسو د دې نه علاوه بل څۀ جواب راکړے وے نو ما به تاسو ټولو له اِنعامونه درکړي وو۔ بيا هم هٰغه عالمان کومو چې وړومبے رښتيا وئيل، د هغوئي پۀ زړونو کښې لالچ راغلو او وه يـې وئيل: مونږ بغير د سوچ نه جواب درکړو، مونږ پۀ دې باره کښې لږ تحقيق ته پريږده! کعب ووئيل: ښۀ سوچ اوکړئ! بيا دا ټول د هٰغه ځائے نه لاړل او پۀ تورات شريف کښې چې د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوم صفتونه بيان شوي وو، هغه يـې د تورات نه ويستل! او د هغې پۀ ځائے چې د دجال کوم صفتونه پۀ تورات کښې وو، هغه يـې پۀ حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پورې وتړل۔ بيا د هغوئي دا د ځانه جوړ کړے شوے جواب چې کله کعب واوريدو نو هغۀ هر يو عالِم (کوم چي پۀ حقيقت کښې جاهلان وو، هغوئي) له اِنعامونه ورکړل! پۀ دې موقع باندې دا آيت مبارک نازل شو، الله پاک هغوئي ته د اِيمان راوړو حکم اوکړو او وه يـې فرمائيل: ([2])
وَ اٰمِنُوْا بِمَاۤ اَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 41)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او اِيمان راوړئ پۀ هٰغه (کتاب) چې ما نازل کړے دے هغه ستاسو سره د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami