Share this link via
Personality Websites!
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: که د فصل خرچې د پيداوار نه زياتې شوې نو بيا به هم عُشر واجِب وي۔
وضاحت: عُشر د زمکې د پيداوار زکوٰة دے۔ نن سبا د غنمو لَوونه شروع دي، څوک چې زميدار دي يا د چا چا چې فصلونه دي، پۀ هغوئي باندې لازم دي چې د فصلونو زکوٰة ضرور ادا کړي۔ بعضې وخت پۀ ذهنونو کښې خيال راځي چې ګراني ډيره ده، دومره پيداوار نۀ کيږي لکه څومره چې پرې خرچه راځي،لهذا اوس به هم عُشر لازم وي او که نۀ؟ مسئله واورئ! * که فصل کم وشي او که ډير، چا ته چې الله پاک فصل عطا کړے دے، پۀ هغۀ باندې د هٰغه فصل لسمه حصه يعنې عُشر د الله پاک پۀ لاره کښې ورکول لازمي دي * دا هم ياد ساتئ چې عُشر چې کوم دے دا د خرچې ويستو نه بغير پۀ ټول پيداوار باندې وي، مثلاً غنم مو وريبل، اوس چې څومره غنم وشول، د دې ټولو لسمه حصه عُشر ادا کول دي، د دې نه به خرچې نۀ شي لرې کولے * دا خبره هم ياده ساتئ چې د عُشر د ويستو نه مخکښې د فصل اِستعمال حلال نۀ دے۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami