Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته يو اهم وضاحت کووم چې * پۀ تنخوا اخستو اذان کول، نـمونځونه او د جُمعې جَمعه ورکول * پۀ تنخوا اخستو ماشومانو ته قرآنِ پاک ښودل وغيره دِين خرڅول نۀ دي، د دې اُجرت شريعت اِجازت ورکړے دے، هسې چې هم څوک پۀ تنخوا د جُمعې جَمعه ورکوي، اذانونه کوي او قرآنِ کريم ښائي، هغوئي د قرآنِ پاک د ښودلو يا د جَمعې ورکولو نۀ بلکې هغه چې کوم وخت ورکوي، د هٰغه وخت قيمت اخلي۔ ځکه دا د دُنيا د پاره دِين خرڅول نۀ دي۔ الله پاک دې مونږ ته پۀ دِين باندې د دُنيا نۀ بلکې پۀ دُنيا باندې دِين له د ترجيح ورکولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې:Quran Al kareem (القرآن الکریم ) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې * د پوره قرآنِ پاک لوستلو او * د مختلفو قاريانو پۀ اوازونو کښې د قرآنِ پاک اوريدلو سهولت موجود دے * دې سره سره يو خاص سورت يا آيت Bookmark کيدے هم شي يعني بيا بيا لوستونکے سورت يا آيت د Bookmark کيدو سره پۀ اسانۍ سره لوستلے کيدے شي۔ اوسه پورې تقريباً د لسو لاکو نه زياتو کَسانو دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ کړے دے۔ تاسو هم دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami