Share this link via
Personality Websites!
پاتې شي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې دُنيا د اخرت د بهتر کولو ذريعه جوړه کړو، داسې نۀ وي چې د دُنيا د پاره دِين پريږدو * د يو څو روپو د پاره * د يو مالداره ملک د ويزې اخستو د پاره * د دې دُنيا د عارضي ارام د پاره مونږ خپل اخرت پۀ داؤ ولګوو۔ څوک چې داسې کوي، هغه بے عقله هم دے، نادان هم دے او پۀ اخرت کښې به د سختې محرومۍ او د ارمان سره هم مخ کيږي۔ ([1])
ځکه خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اخرت ته پۀ دُنيا باندې د ترجيح ورکولو عادت جوړ کړئ! * دکان ته د ګاهک د راتلو وخت دے، بل خوا اذان هم کيږي نو د يو څو روپو د پاره د نـمونځ سودا مۀ کوئ! بلکې د نـمونځ د پاره دُنيا پريږدئ! * که فرض وي نو د دُنيا د لالچ د پاره زکوٰة مۀ اِيساروئ! بلکې پۀ اخرت کښې د عذاب نه د بچ کيدو د پاره پوره پوره زکوٰة ادا کړئ! * د دُنيا د لالچ پۀ وجه، پۀ حرص کښې پۀ راتلو د سود لين دين مۀ کوئ! * د دُنيا د ارام او سکون د پاره، د يو څو ورځو د عيش د پاره مور او پلار مۀ تنګوئ! هغوئي اولډ هاؤس ته مۀ ليږئ! بلکې پۀ اخرت کښې د کاميابۍ د پاره د مور او پلار خدمت اوکړئ! بس مقصد دا چې د دُنيا د پاره د دِين، شريعت، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حکمونو نه مخ مۀ اړوئ! بلکې د دِين د پاره که د دُنيا قرباني ورکول وي نو پۀ خندا خوشحالۍ يـې ورکړئ!
د اِنسان نه سويا څنګه جوړه شوه۔۔۔؟
حضرت عثمان بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو کَس د حضرت موسیٰ کليم الله عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خدمت مبارک کښې پاتې کيدو او عِلمِ دِين يې زده کولو۔ يو ځل هغۀ د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام نه خپلې علاقې ته د واپس تللو اِجازت وغوښتو او وه يـې وئيل: زۀ به ډير زر واپس حاضر شم۔ حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هغۀ له اجازت ورکړو۔ هغه لاړو او پۀ خپله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami