Share this link via
Personality Websites!
نارِ دوزخ سے مجھ کو اَماں دے مغفرت کرکے باغِ جِناں دے
نیک بن جاؤں جی چاہتا ہے یا خُدا! تجھ سے میری دُعا ہے([1])
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
(3): د دِين پۀ بدل کښې دُنيا مۀ اخلئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د آيت مبارک نه دريم سبق کوم چې د زدکړې د پاره ميلاؤ شو، هغه دا چې د دِين د پاره که دُنيا پريښودے کيږي نو هيڅ باک نشته، البته د دُنيا د پاره دِين پريښودل، ډيره محرومي ده۔ هم دا خبره ده کومه چې الله پاک د بني اِسرائيلو عالمانو ته فرمائيلې ده، ارشاد دے:
وَ لَا تَشْتَرُوْا بِاٰیٰتِیْ ثَمَنًا قَلِیْلًا٘-(پارہ: 1، سورۀ البقرة: 41)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زما د آيتونو پۀ بدله کښې لږ نرخ [قيمت] مۀ وصولوئ۔
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې ځائے کښې ډيره د کمال يوه نکته بيان کړې ده، زۀ يـې لږ په اسانتيا سره عرض کووم، فرمائي: دُنيا ګويا پيسې دې ، د مثال پۀ توګه چې يو د 100 روپو نوټ دے او اخرت ګويا چې قيمتي سامان دے۔ قاعده دا ده چې د 100 روپو د نوټ پخپله هيڅ اهميت نشته، نۀ دا خوړلے شې، نۀ دا اغوستے شې، نۀ پۀ دې باندې تنده ماتولے شې۔ آؤ! د دې 100 روپو پۀ نوټ لګولو خوراک هم اخستے کيدے شي، اوبۀ هم حاصلولے کيدے شي۔ بالکل هم دغه شان دا دُنيا د اخرت کښت [يعنې پټے] دے، کوم اِنسان چې د دې دُنيا پۀ ذريعه اخرت ګټي، هغه ډير عقلمند دے او کوم بے عقله چې د اخرت پۀ بدل دُنيا ګټي، هغه ډير نادان دے ولې چې دُنيا به ډيره زر ختمه شي، بيا به د هغۀ د پاره د هميشه محرومي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami