Share this link via
Personality Websites!
وهونکي وور ته داخل کړئ۔ بيا يـې پۀ داسې زنځير کښې مضبوط وتړئ چې د هغې اوږد والے اويا لاسه دے۔ بے شکه دۀ به عظمت والا الله باندې اِيمان نۀ راوړلو۔
د دې آيتونو لاندې پۀ تفسير قرطبي کښې دي: دا د بدۍ د لار ښودونکي ذِکر دے (يعنې هٰغه کَس کوم چې بدي اِيجاد کړه يا چې به د چا پۀ بدو کارونو باندې عمل کيدلو، دا د هغۀ حال دے)، هغۀ ته به د قيامت پۀ ورځ نوم اخستے کيږي او رابللے کيږي به، هغه به د حساب د پاره وړاندې کيږي، بيا به د هغۀ پۀ لاس کښې تکه توره اعمال نامه ورکړے کيږي، پۀ هغې باندې به پۀ تور رنګ سره اعمال ليکلے شوي وي، بيا به هغۀ ته د اعمال نامې د لوستلو حکم ورکولے شي، نو هغه به وړومبے خپلې نيکۍ لوستل شروع کړي، لولي به يـې، لولي به يـې، د دې پورې چې پوهه به شي چې زما سره دومره نيکۍ دي، لهذازۀ به بخښلے کيږم خو هغه به چې پۀ نيکو لوستلو لوستلو څنګه د اخره پورې ورسيږي نو هلته به ليکلے شوي وي: ہٰذِہٖ حَسَنَاتُکَ وَ قَدْ رُدَّتْ عَلَیْکَ دا ستا نيکۍ دي، کومې چې ټول پۀ ټوله رد کولے شي۔ دا چې ولولي نو د هغۀ مخ به تور شي، پۀ زړۀ باندې به يـې غم راخور شي، د نيکو نه به مايوسه شي او بيا به هغه د اعمال نامې بل اړخ ته وګوري، هلته به د هغۀ تش ګناهونه ليکلے شوي وي، هغه به يوه يوه ګناه لولي، پۀ هغۀ باندې به پۀ غم پسې غم راځي، د مخ تور والے به يـې زياتيږي، کله چې پۀ لوستلو لوستلو اخرې ته ورسيږي نو ليکلے شوي به وي: ہٰذِہٖ سَیَّئَاتُکَ وَ قَدْ ضُوْعِفَتْ عَلَیْکَ دا ستا بدۍ دي، نن به د دې دوه چنده عذاب وي (يعنې ستا د بدۍ به هم تا له عذاب درکړے کيږي، بيا چې ستا پۀ وجه کوم خلک خراب شوي ، د هغوئي ګناهونه به هم ستا پۀ اعمال نامه کښې اچولے کيږي)، بيا به د هغۀ سترګې اودي(خومي) شي، مخ به يـې بالکل تور شي، هغه ته
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami