Share this link via
Personality Websites!
فرمائيلي دي: چا چې پۀ اِسلام کښې څۀ ښه طريقه اِيجاد کړه نو د هغۀ د پاره به د هٰغه طريقې د اِيجاد کولو ثواب وي او د هغه نه پس چې کوم خلق پۀ هٰغه طريقه باندې عمل کوي، د هغوئي ثواب به هم هٰغه (اِيجاد کوونکي) ته ميلاؤيږي او د هٰغه (عمل کوونکو) پۀ خپل ثواب کښې به هم هيڅ کمے نۀ کيږي او چا چې پۀ اِسلام کښې بده طريقه اِيجاد کړه نو پۀ هغۀ باندې به د هغې ګناه وي او د هغهۀ نه پس چې کوم خلق پۀ هغې باندې عمل کوي د هغوئي ګناه به هم پۀ هغۀ وي او د هغوئي (د عمل کوونکو) پۀ خپله ګناه کښې به هم څه کمے نۀ کيږي۔ ([1])
يو بزرګ تير شوے دے، نوم يې عبدُ الله وو۔ هغوئي فرمائي: مونږ يو څو کسان د سمندر پۀ سفر باندې روان شو۔ پۀ اِتفاقي توګه د څو ورځو پورې تياره خوره وه، کله چې رڼا شوه نو يو کلے راغلو۔ عبدُ الله وائي چې زۀ د اوبو څښلو د پاره د اوبو د لټولو د پاره روان شوم نو د کلي دروازې بندې وې، ما ډير اوازونه اوکړل خو هيڅ جواب رانغلو، پۀ دې کښې پۀ اَسونو باندې سوارۀ دوه کَسان راښکاره شول، هغوئي ووئيل: اے عبدُ الله! دې کوڅې ته داِخل شه نو تا ته به د اوبو يو حوض ميلاؤ شي د هغې نه اوبۀ وڅښه او د هٰغه ځائے منظر چې ووينې نو مۀ ويريږه۔ ما د هغوئي نه د هٰغه بندو دروازو پۀ باره کښې پوښتنه اوکړه، پۀ کومو کښې چې سيلۍ لګيدله، هغوئي ووئيل: دا هٰغه کور دے، پۀ کوم کښې چې د مړو روحونه اوسيږي۔ بيا زۀ د حوض خوا له لاړم نو ما وليدل چې يو کَس پۀ اوبو باندې اُلټا رازوړند دے، هغۀ پۀ خپل لاس باندې اوبۀ راخستل غواړي خو ناکامه کيږي، زۀ چې يـې وليدم نو اواز يـې اوکړو: اے عبدُ الله! پۀ ما اوبۀ وڅښه۔ ما لوښے پۀ اوبو کښې ډوب کړو چې اوبۀ پرې وڅښم خو چا زما لاس ونيولو، ما هٰغه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami