Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې آيت مبارک نه چې بل سبق کوم مونږ ته د زده کولو د پاره ميلاؤيږي، هغه د آيت مبارک پۀ دې حصه کښې دے:
وَ لَا تَكُوْنُوْۤا اَوَّلَ كَافِرٍۭ بِهٖ۪- (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 41)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د ټولو نه مخکښې د هغې اِنکار کوونکي مۀ جوړيږئ۔
يعنې د قرآن، د دِينِ اِسلام، د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وړومبني کافران مۀ جوړيږئ۔۔۔!!
دا د غور خبره ده، دا چې کوم سوچ راکړے کيږي، د بني اِسرائيلو علماؤ ته چې د اِيمان د حکم کولو د پاره کوم طرف ته د هغوئي پام راګرځولے کيږي، يعنې هغوئي ته ووئيلے شو چې اے د بني اِسرائيلو علماؤ! نن که تاسو کُفر اوکړۍ، د کُفر پۀ دې خپله رويه باندې کلک ودريږۍ نو دا يوه بدي خو ده، د دې سره سره پۀ دې کښې د بدۍ يو بَل اړخ هم موجود دے، هغه دا چې نن تاسو که چرې کُفر کوۍ نو د دې کُفر پۀ وجه ستاسو نسلونه هم خرابيدے شي، هغوئي به هم ستاسو پۀ پل باندې پل ږدي [يعنې په نقشِ قدم] ځي، بيا به د هغوئي د کُفر ګناه هم ستاسو پۀ سر باندې راځي، ځکه نن د خپلو نسلونو فِکر هم اوکړئ! او نن چې تاسو اِيمان راوړئ، نن تاسو صحيح شئ نو د دې پۀ برکت به ستاسو راتلونکي نسلونه هم صحيح شي۔۔۔!!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دلته نه مونږ ته يوه رڼا ميلاؤيږي، يو سبق د زدکړې د پاره ميلاؤيږي، هغه دا چې نن مونږ ته څۀ کول دي، مونږ چې پۀ کومو فيصلو باندې عمل کوو، مونږ چې کوم عادتونه اِختياروو، مونږ چې څۀ پۀ دې دُنيا کښې کوو، پۀ دې هر څۀ کښې مونږ ته د خپلو نسلونو خيال ساتل هم ضروري دي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami