Share this link via
Personality Websites!
راځي * بارانونه کيږي * يخني ګرمي نصيب کيږي * پۀ کروړونو نِعمتونه دي * مونږ چې د شميرلو د پاره کښينو نو شميرلے يـې نشو، د دې نِعمتونو لِسټ جوړ کړئ * اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د کمترۍ د اِحساس نه به نجات حاصل شي، مونږ چې نورو ته پۀ کتو کتو مايوسه کيږو چې فلانکي ته دا ميلاؤ شو، هٰغه ميلاؤ شو، زۀ خوار خو محرومه پاتې شوم، زما خو قِسمت خراب دے وغيره، داسې چې کومې ګيلې کوۍ، د هغې نه به نجات حاصل شي * د حَسَد نه د بچ کيدو هم بهترينه طريقه دا ده چې د ځان سره موجود نِعمتونه ياد کړئ! نورو ته ميلاؤ شوو نِعمتونو ته به د لالچ پۀ نظر د کتلو حاجت نۀ پيښيږي * دغه شان خپل نِعمتونه يادول زړۀ تابعداره جوړوي * تاسو چرته د ميلاؤ شوو نِعمتونو لِسټ جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د زړۀ نه به مو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ووځي * پۀ زړۀ کښې به د الله پاک محبت زياتيږي، تجربه پرې اوکړئ او وګورئ! يوه ورځ د نِعمتونو لِسټ جوړ کړئ! پۀ هٰغه ورځ چې به کومه سجده کوئ نو د هغې مزه به هم جُدا وي۔
غرض دا چې دا ډير اهم کار دے کوم چې مونږ له کله نا کله کول پکار دي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ زړۀ کښې به د الله پاک محبت زياتيږي او پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې به کاميابي نصيب کيږي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د وړومبۍ سيپارې، د سورۀ بقره د آيت: 40 نه دريم او ډير اهم سبق کوم چې مونږ ته د زدکړې د پاره ميلاؤ شو، هغه دا چې الله پاک بني اِسرائيلو ته وفرمائيل:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami