Share this link via
Personality Websites!
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې ځائے کښې فرمائيلي دي: * د رَبّ نِعمت * خپل ګناهونه او * د نورو ښه سلوک ياد ساتل، يادول عِبادت دے، دغه شان * د رَبّ اِمتحانونه * خپلې نيکۍ او * د نورو خراب سلوک هيرول عِبادت دے۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې خبره ده خو افسوس چې دلته د دې اُلټا رواج دے، د رَبّ نِعمت ياد ساتل او اِمتحانونه هيرول عِبادت دے * مونږ اِمتحانونه، ازميښتونه ياد ساتو او نِعمتونه هيروو * چې اِنسان بيمار شي نو هٰغه بيماري ياده وي خو صحت مندي نۀ ياديږي * چې يو وخت خوراک ميلاؤ نۀ شي نو هٰغه وخت ډير ياد پاتې کيږي خو د ژوند پۀ سوونو خوراکونه ميلاؤيدل، هغه نۀ ياديږي۔
يو ځل چا پۀ سر باندې پټۍ تړلې وه، حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها چې وليدله نو پوښتنه يـې اوکړه: څۀ شوي دي؟ پټۍ دې ولې تړلې ده؟ هغې ووئيل: پۀ سر باندې مې سخت درد دے، ځکه مې پټۍ تړلې ده۔ وه يـې فرمائيل: دومره موده صحت مند وې، د هغې خو دې پټۍ نۀ وه تړلې، يوه ورځ درد شو نو پټۍ دې وتړله۔ ([2])
چې درد وي نو پټۍ تړل بالکل جائز ده بلکې د سرکارِ عالي وقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه هم د سر تړل ثابت دي، ([3]) حضرت رابعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها د رابيدارولو د پاره وفرمائيل چې لکه څنګه پۀ پټۍ تړلو د خپل درد اِظهار کوې، دغه شان چې څومره ورځې صحت مند وې،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami