Share this link via
Personality Websites!
مال او دولت وغيره کښې به ترقي کيږي۔ ([1])
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يو څو اهم سبقونه کوم چې د دې آيت مبارک نه مونږ ته د زدکړې د پاره ميلاؤ شول:
وړومبے سبق دا دے چې کله څوک پوهه کول وي، د نيکۍ دعوت ورکول وي نو د هغې د پاره الفاظ ښائسته اِستعمالول پکار دي، وګورئ چې دا غير مسلمه پۀ اے بني اِسرائيلو! وئيلو سره مخاطب کړے شول۔ علمائے کرام فرمائي: د حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام والِد حضرت اِسحاق عَلَیْهِ السَّلَام کوم چې نبي وو، يو ځل هغوئي تنهايۍ ته تشريف يوړلو او د کمرې پۀ دروازه کښې يـې خپل ځوي حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام ودرولو او وه يـې فرمائيل: څوک هم زما خوا ته مۀ راپريږده۔ حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام پۀ دروازه کښې ولاړ وو، پۀ دې کښې يوه فرښته پۀ اِنساني شکل کښې حاضره شوه، حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام وه نۀ پيژندله چې دا فرښته ده، نو هغوئي هغه د دننه تللو نه منع کړه، فرښتے لږ زور راوړو، حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام نوره هم منع کړه، د دې دواړو حضراتو چې اواز لږ شان تيز شو نو حضرت اِسحاق عَلَیْهِ السَّلَام پخپله بهر تشريف راوړلو او وه يـې فرمائيل: ځويه! دا فرښته ده، دا دننه راپريږده!
فرښته دننه لاړه، هٰغه وخت فرښتے ووئيل: ډير تابعدار شهزاده دے او هغوئي له يـې د اِسرائيل لقب ورکړو۔ ([2]) د اِسرائيل معنیٰ ده: د الله پاک تابعدار بنده۔ ځکه دغه غير
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami