Share this link via
Personality Websites!
* تاسو ته بادشاهۍ عطا کړے شوې * تاسو عروج ته ورسولے شوۍ * تاسو د زمانې پيشوايان جوړ کړے شوۍ، وغيره پۀ زرګونو اِنعامونه دي، کوم چې د ټول اِنسانيت نه جُدا خاص پۀ تاسو باندې وشول، دا ټول اِنعامونه ياد کړئ! ([1])
د دې پۀ يادولو بيا څۀ کول دي؟ فرمائي:
وَ اَوْفُوْا بِعَهْدِیْۤ اُوْفِ بِعَهْدِكُمْۚ- (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 40)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زما وعده پوره کړئ زۀ به ستاسو وعده پوره کړم۔
يعنې هٰغه وعده کومه چې ستاسو نه واخستے شوه، هغه تاسو پوره کړئ، د دې پۀ بدله کښې به هٰغه وعده کومه چې مونږ ستاسو سره اوکړه، مونږ به هغه پوره کړو۔ د دې وعدې نه کومه وعده مُراد ده؟ پۀ دې باره کښې د مفسرينِ کرامو مختلف اقوال دي: (1): ځينو فرمائيلي دي چې د بني اِسرائيلو نه وعده واخستے شوه چې کله مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړي نو تاسو به د هغوئي کلمه لولئ، ځکه وفرمائيلے شو چې تاسو زمونږ د محبوب کلمه ولولئ! مونږ به تاسو ته پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې اوچت شان عطا کړو ([2]) (2): پۀ ځينو روايتونو کښې دي: د دې معنیٰ ده چې تاسو د الله پاک تابعداري اوکړئ! الله پاک به تاسو ته جَنَّت در عطا کړي۔ ([3])
وَ اِیَّایَ فَارْهَبُوْنِ(۴۰) (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 40)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او صرف زما نه ويريږئ۔
او ستاسو سره چې د خپل امدن د بنديدو کومه ويره ده، هغه د زړۀ نه اوباسئ۔ صرف هم زمونږ نه ويريږئ که تاسو ايمان راوړو نو وګورئ چې * ستاسو پۀ عزت او وقار * پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami