Share this link via
Personality Websites!
کښې چې هغوئي کومې ناشُکرۍ اوکړې، کوم جرمونه چې يـې اوکړل هغه هغوئي ته راياد کړے شول او * دعوت ورکړے شو چې اوس تاسو ټيک شئ! او زمونږ د خوږ نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کلمه ولولئ او پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې عزت ومومئ۔۔۔!! د قرآنِ کريم د دې نيکۍ د دعوت پۀ نتيجه کښې ډيرو بني اِسرائيلو کلمه هم ولوستله، د صحابيت درجې ته هم ورسيدل او ډيرو د کُفر لار هم اِختيار کړه۔ مونږ به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! يو يو، دوه دوه دا آيتونه اورو او د دې نه چې مونږ ته کوم سبقونه ميلاؤيږي، د هغې د زده کولو کوشش به کوو، راځئ چې نن د وړومبۍ سيپارې، د سُورۀ بقره آيت: 40 واورو او پۀ دې د ځان پوهه کولو کوشش اوکړو:
الله پاک فرمائي:
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 40)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے د يعقوب اولاده!
*-*-*-*-*
اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 40)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ياد کړئ زما هٰغه اِحسان چې ما پۀ تاسو کړے دے۔
يعنې هٰغه نِعمتونه کوم چې پۀ تاسو باندې، ستاسو پۀ پلار نيکونو باندې وشول، مثلاً * تاسو ته پۀ ټوله زمانه باندې فضيلت درکړے شو * ستاسو د نجات د پاره فرعون غرق کړے شو * ستاسو د پاره پۀ دريابِ نيل کښې 11 لارې جوړې کړے شوې * ستاسو د پاره د اسمان نه من او سلویٰ نازله کړے شوه * ستاسو ګناهونه وبخښلے شول * ستاسو د پاره انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام راوليږلے شول * کتابونه نازل کړے شول
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami