Share this link via
Personality Websites!
نيکۍ باندې د راپارونکو الفاظو انتخاب اوکړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پوهه کول به فائده اوکړي۔ که سخته لـهجه ، تراخه الفاظ، د رټلو والا رويه اختيار کړۍ نو که مخامخ کَس ټيک کيږي او که نۀ ټيک کيږي، البته د ضدي کيدو امکانونه به زيات شي (2): دويم سبق دا ميلاؤ شو چې مونږ ته د الله پاک راکړے شوي نِعمتونه يادول پکار دي بلکې که کيدے شي نو وخت پۀ وخت د نِعمتونو لسټ جوړ کړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د ډيرو نفسياتي مسئلو نه به نجات ميلاؤ شي * د ژوند ډيرې مسئلې به ختمې شي * زړۀ ته به سکون ميلاؤ شي او * که الله پاک وغوښتل نو د الله پاک محبت به نصيب شي (3): دريم سبق دا ميلاؤ شو چې د الله پاک وعده پوره کړئ! يعنې نيک کارونه اوکړئ! د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تابعداري اِختيار کړئ! الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم اوکړي۔ اخرت له پۀ دُنيا باندې ترجيح ورکړئ! پۀ نيک کارونو کښې مصروف شئ، دُنيا به مو هم اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ټيک شي او اخرت به مو هم بهتر شي۔ الله پاک دې مونږ ته د دې دريو واړو کارونو د کولو، پۀ قرآن او سُنَّت باندې پۀ صحيح معنو کښې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِيْـب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم پۀ مختلف انداز کښې د نيکۍ د دعوت پۀ عام کولو کښې مصروف دے، دې لړ کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا ډير ښکلے، ځانګړے او ډير فائده مند موبائل ايپلي کيشن د بهارِ شريعت (Bahar e shariyat) پۀ نوم جاري کړے شوے دے * د مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډير اعلیٰ کتاب بهارِ شريعت درې واړه جلدونه پۀ دې ايپلي کيشن کښې شامل کړے شوي دي * د دې نه علاوه پۀ بهارِ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami