Share this link via
Personality Websites!
ميلاؤيږي او نۀ به پټے اوبۀ کيږي * که خر لټووم نو نۀ به پټے اوبۀ کيږي او نه به دانې وړۀ کيږي، غرض دا چې ما ته د 2 نقصانونو سره پۀ هر حالت کښې مخ کيدل وو۔ ډير پريشانه ووم، پۀ سوچونو سوچونو مې دماغ ستړي شو، اخر ما پۀ زړۀ کښې ووئيل چې هر څۀ پريږده! ځه چې د جُمعې د نـمونځ د پاره لاړ شم۔ نو ما د جُمعې د نـمونځ تياري اوکړه او د ښار طرف ته روان شوم۔ لوئي جومات ته لاړم او ښه پۀ ارام مې د جُمعې نـمونځ ادا کړو، بيا د کور طرف ته واپس را روان ووم، کله چې د خپل پټي پۀ خوا راتيريدم نو وه مې کتل چې زما پټے اوبۀ شوے دے، ډير حيران شوم، د چا نه مې پوښتنه اوکړه چې زما پټے چا اوبۀ کړو؟ هغه ووئيل: ستا ګاؤنډي خپل پټے اوبۀ کولو، شپه وه خوب ورتللو، ځکه يـې پۀ غلطۍ کښې هم ستا پټے اوبۀ کړو، بيا چې ورته کله احساس وشو نو بيا يـې خپل پټے اوبۀ کړو۔ وائي چې ما د الله پاک شُکر ادا کړو او د کور طرف ته را روان شوم، څنګه چې مې دروازه پرانسته نو وه مې کتل چې زما خَر پۀ کور کښې تړلے شوے دے، ما پۀ حيرانتيا سره پوښتنه اوکړه چې دا چا راوستو؟ کور والؤ راته ووئيل چې دا د ځنګل طرف ته تللے وو، مخامخ يـې ازمرے وليدو، د هغۀ نه ويريدو او پۀ منډه هم پخپله کور ته واپس راغلو۔ بيا چې زۀ کور ته دننه لاړم نو وه مې کتل چې زما دانې وړۀ شوې دي۔ بيا حيران شوم، د کور والؤ نه مې پوښتنه اوکړه چې دا دانې چا وړۀ کړې دي؟ وه يـې وئيل: ګاؤنډي خپلې دانې وړۀ کول غوښتل خو پۀ غلطۍ کښې هغه زمونږ دانې وړۀ کړې، کله چې هغه ته معلومه شوه نو زمونږ وړۀ يـې مونږ له راکړل او خپلې دانې يـې بيا وړۀ کړې۔ پۀ دې واقعه ليدلو ما پۀ زړۀ ګزار وخوړو چې چرته خو دا حالت وو چې زۀ د 2 نقصانونو سره مخ کيدم او چرته دا حالت دے چې زما ټول کارونه هم پخپله شوي دي۔ بس هم د هٰغې ورځې نه ما توبه کړه او نيک کارونو له مې ترجيح ورکول شروع کړل۔ ([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami