Share this link via
Personality Websites!
وي، د نيکۍ خبره وي، د نـمونځ، روژې خبره وي نو۔۔۔ د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشت نه به يـې شروع کړو، د سبا نه به نـمونځونه شروع کوم، دا چې زمونږه کومه رويه ده، دا غلطه ده۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
بَلْ تُؤْثِرُوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا٘ۖ(۱۶) وَ الْاٰخِرَةُ خَیْرٌ وَّ اَبْقٰىؕ(۱۷)(پارہ:30، سورۀ الاعلیٰ:16-17)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بلکې تاسو دنيائي ژوند ته ترجيح ورکوئ او اخرت بهتر او باقي پاتې کيدونکے دے۔
د دې اُلټا کول زده کړئ! اخرت وړومبے او دُنيا وروستو ساتل شروع کړئ او بيا وګورئ! ژوند به مو ټيک شي۔ د حديثِ پاک خُلاصه ده: الله پاک د اخرت طلبګار ته دُنيا خو عطا کوي خو د دُنيا طلبګار ته اخرت نۀ عطا کوي۔ ([1]) ځکه مونږ له پکار دي چې د اخرت طلبګاران جوړ شو، که دُنيا مو پۀ قِسمت کښې وي نو هم پخپله به ميلاؤيږي۔
يو بزرګ وو، د هغوئي نه چا پوښتنه اوکړه: عالي جاه! ستاسو د توبه کولو او د الله پاک د عِبادت طرف ته د راتللو ذِهن څنګه جوړ شو؟ هغوئي خپله واقعه بيان کړه، وه يـې فرمائيل: زۀ جرنده ګړے ووم (يعنې پۀ جرنده به مې دانې وړۀ کولې)۔ پۀ کلي کښې اوسيدم، د جُمعې د نـمونځ د پاره به لرې د ښار لوئي جومات ته تلل وو، يو ځل د زيارت او د جُمعې ترمينځه شپه وه، زما سره عجيبه معامله وشوه * زما يو پټے وو هغه اوبۀ کول وو * پۀ جرنده کښې دانې هم پرتې وې، هغه وړۀ کول وو * ما يو خر ساتلے وو، هغه ناڅاپه رسۍ پرانسته او وتښتيدو۔ بيا ډيره پريشاني شوه، زۀ يواځې کَس * که پټے اوبۀ کووم نو نۀ به خَر ميلاؤيږي او نه به دانې وړۀ کيږي * که دانې وړۀ کووم نو نۀ به خر
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami